1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقبل: مخدره توکي به افغانستان له منځه یوسي

۱۳۹۱ خرداد ۲۸, یکشنبه

افغان حکومت وایې مخدره توکي د افغانستان د بقا پر وړاندې تر بل هر ګواښ خطرناک دئ او که چیرې مخه ئې و نه نیول شي دغه ملک به د تباهۍ کندې ته ټیل وهي.

https://p.dw.com/p/15Gcz
انځور: AP

د مخدره توکو پر وړاندي د مبارزې وزیر ضرار احمد مقبل دغه څرګندوني په کابل کې د دیني عالمانو یوې ملي غونډي ته په وینا کې وکړي.

رسمي شمیري ښيي چې دمګړۍ شاوخوا یو میلیون کسان د ملک دننه په مخدره توکو روږدي دي او دغه شمیره د هرې ورځي په تیریدو مخ په لوړیدو ده. له دغې ډلي په نشه یې داروګانو روږدي ډیری کسان په کابل کې اوسیږي او یوازي په دغه ښار کې تر نیم ملیون پوري په نشو روږدې کسان ژوند کوي.

Opiumabhängiger in Kabul Afghanistan
انځور: AP

ضرار احمد مقبل ټینګار، کوي هغه کوکنار چې په افغانستان کې کرل کیږي په لومړي سر کې ئې زیان افغانانو ته رسیږي او بیا د سیمې او نړۍ په کچه ګواښونه رامنځ ته کوي.

د افغانسان مخدره توکي د حکومت د مخالفینو د جنګي ماشین د چلولو له پاره د تیلو حیثیت لري او هغوی هر کال له دغې سوداګرۍ په سلونو میلیونه ډالر تر لاسه کوي.

د مقبل په خبره که د مخدره توکو پر ضد مبارزه کې دیني عالمان ونډه وانخلي روان ماموریت ئې بي ګټي دئ:

«افغانستان به د ښکیلاکګرو له خوا له مینځه نه ځي بلکې د مخدره توکو له لاسه به له مینځه ولاړ شي، اسلامي ټولنه به هم زیانمنه کړي. زموږ روښانه پیغام دا دئ چې دیني عالمان د جوماتونو له لاري خلکو ته تبلیغ وکړي او د مخدره توکو د زیانونو په اړه هغوي خبر کړي.»

د ملګرو ملتونو شمیري ښيي چې د اروپا په بازارونو کې د یو کیلوګرام هیروینو بیه تر یو سل او پنځوس زره امریکايي ډالرو ته رسیږي او له دغه کاروبار څخه په کال کې په ملیاردونو ډالر د بیلا بیلو کړیو لاس ته لویږي.

خو یو شمیر دیني عالمان بیا حکومت تورنوي چې ګواکي د مخدره توکو د کرکیلي او کاروبار په مخ نیوي کې پاتی راغلی دي او هغه پلانونه چې ئې په تیرو کلونو کې پلي کړي بي ګټي ثابت شوي دي.

د افغانستان د عالمانو شورا غړی شهزاده شاهد، وایې تر هر څه د مخه باید د کوکنارو د قاچاق مخه ونیول شي ځکه همدا قاچاقبر دئ چې هم افغان بزګر د کوکنارو کرلو ته اړ باسي او هم دغه وژونکي توکي نړیوالو بازارونو ته رسوي:

«همدا قاچاقبران دي چې دا مواد نړیوالو بازارونو ته رسوي. هیڅ وخت یو قاچاق وړونکی و نه نیول شو او خلکو ته و نه ښودل شو. ملک ته ډول ډول مسکرات را روان دي، که هغه شراب دي که نور الکولي مشروبات، زموږ عدلي او قضايي ارګانونه، زموږ پولیس او څارنوالۍ په دغه برخه کې جدي پاملرنه نه ده کړې.»

افغان حکومت له تیر یو کال راهیسي د یو شمیر هغو قاچاقبرانو د نیولو خبري کوي د چا په اړه چې ویل کیږي چې د هیواد په شمال، ختیځ او سویل کې د دغو توکو مهم کاروباریان ول.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: سید ریاض