1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ملابرادر تر اوسه لا نه دی آزاد سوی»

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۱۷, چهارشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې پاکستان د هغوی پخوانی قوماندان ملا عبدالغني برادر، نه دی آزاد کړی. دغي ډلې زیاته کړې ده چې د ملا برادر روغتیایي حالت اوس په زندان کې د خرابیدو په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/19whL
انځور: picture alliance / Ton Koene

افغان حکومت له ډیر وخت راهیسې هڅه کوي چې د طالبانو د ډلې پخوانی مرستیال ملا برادر د پاکستان د امنیتي ځواک له بند څخه آزاد کړي. افغان چارواکي په دې باور دي چې برادر به د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو له بهیر سره مرسته کولای شي.

رویترز خبري آژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد، په حواله لیکلي دي: «په خواشینۍ سره اوس هم هغه [ملا عبدالغني برادر] په زندان کې شپې او ورځي تیروي او روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی. د هغه روغتیایي حالت ورځ تر بلې خرابیږي.»

تر دې مخکي پاکستاني چارواکو ویلي ول چې ملا برادر یې له دې کبله آزاد کړی دی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. پاکستاني چارواکو پر دې هم ټینګار کړی وو چې ملا برادر به افغانستان ته و نه سپاري. په سپتمبر مياشت کې د ملا برادر تر آزادیدو وروسته پاکستان د هغه د استوګنې د ځای په اړه معلومات ور نه کړل.

رپوټونه ښيي چې عبدالغني برادر په پاکستان کې له زندان څخه تر آزادیدو وروسته په پېښور ښار کې میشت دی. په وروستیو اوونۍ کې د پاکستان په دغه ښار کې هم امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي په روانه اوونۍ کې وویل چې د ملا برادر آزادي اوس هم محدوده ده. هغه پر پاکستان باندې غږ وکړ چې له افغان چارواکو سره مرسته وکړي چې له ملابرادر سره په تماس کې شي. کرزي خبریالانو ته وویل: «موږ غواړو چې د ملا برادر د تلیفون شمیره وموندو او له هغه سره خبري وکړو.»

کرزي زیاته کړې وه: «که څه هم ما د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف، څخه د ملا برادر د آزادۍ په اړه خپلې ژمني د پوره کولو له کبله مننه کړې ده خو زه هیله لرم چې نور ګټور ګامونه به هم پورته شي چې د سولي له بهیر سره مرسته وشي.»

ملا برادر د طالبانو د مشر ملا محمد عمر، نزدې ملگری بلل کیږي. داسې هم ویل کیږي چې ملا عبدالغني ته د «برادر» لقب هم پخپله ملا عمر ورکړی دی.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د امنیتي ځواک له خوا ونیول شو. تر دې نیټې وروسته تل افغان حکومت د طالبانو د دغه پخواني مرستیال د آزادولو هڅي جاري وساتلې. افغان چارواکي په دې باور دي چې ملا برادر کولای شي د کابل او طالبانو تر منځ د سولي د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

خو یو شمیر کارپوهان بیا په دې نظر دي چې برادر نور پر طالبانو باندې د پخوا په څیر اغیزه نه لري او له همدې کبله نه شي کولای چې د سولي په بهیر کې ډیر ګټور نقش ولوبوي.