1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملاله یوسفزۍ د م.م. د سولي استازې شوه

۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

ملاله یوسفزۍ د ښوونځی شاگرده ده، خو په خپل لږ عمره کې یې دومره څه کړی چې ډیرو کسانو ښایي په خپل ټول عمر کې نه وي کړي. هغه د خپلې زړورتیا په خاطر نورو ته سرمشق گرځیدلې.

https://p.dw.com/p/2b2AQ
USA Malala Yousafzai in New York
انځور: Reuters/S. Keith

ملاله یوسفزۍ چې د ماشومانو د حقوقو فعاله او د نوبل جایزې گټونکې ده اوس د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گویترس له خوا د سولې استازې په توگه وټاکل شوه. د ملگرو ملتونو په تاريخ دا تر ټولو کم سنه ده چې د سولي د استازې په توگه ټاکل کیږي.

۱۹کلنه ملاله یوسفزۍ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مقر کې په دې تړاو جوړې شوي غونډي ته وویل: «تعلیم د هر ماشوم حق دی او په ځانگړې توگه د نجونو له پاره چې له دې حق څخه باید محرومه نه شي. که چیرې موږ پرمختگ غواړو باید نجونو ته تعلیم ورکړو. او کله چې تاسي نجونو ته تعلیم ورکړئ په دې سره به ټوله ټولنه بدلون ومومي. زه ډیره ویاړم چې دا جایزه ماته راکول کیږي.»

ملالي زیاته کړه: «زه هیله لرم او ټولو ځوانو نجونو ته دا جرأت ورکوم: چې تاسې باید راپاڅیږئ او پر خپل ځان باور ولرئ. که چیرې یوه روښانه راتلونکي غواړئ سر له اوسه کار پېل کړئ.»

د افراطیانو هدف گرځیدل

په ۲۰۱۲م کال کې ملاله یوسفزۍ د پاکستان په سوات سیمه کې د افراطيانو د یوه وسله وال برید هدف گرځیدلې وه، ځکه چې هغې د نجونو د تعلیم له پاره فعالیت کاوه. تر هغه وروسته ملاله د درملنې له پاره پیښور ته یوړل شوه او وروسته بیا لندن ته یوړل شوه. له هغه وخت راهیسې ملاله له خپلې کورنۍ سره په لندن کې ژوند کوي. په ۲۰۱۴م کال کې ملاله یوسفرۍ او د ماشومانو د حقوقو هندي فعال کیلاش ساتیارتي ته د نوبل د سولې جایزه په گډه ورکړل شوه.

ملالي یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ وویل: «تندلارو زما د مخنیوي هڅه وکړه، زما د وژلو هڅه یې وکړه خو بریالي نه شول. اوس دا یو نوی ژوند دی، دوهم ژوند دی او دا د تعلیم په موخه دی.»

درې کاله ترمخه هم ملالي یوسفزۍ د خپلې۱۶کلیزي په ورځ په ملگرو ملتونو کې د ښځو د تعلیم په هکله یوه وینا وکړه.

د سولې د استازې په توگه د ملالي یوسفزۍ د ټاکلو اعلان د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گویترس وکړ. د ملگرو ملتونو د سولې په نورو استازو کې د هالیوډ فلمي ستوری لیوناردو دي کاپریو، مایکل دوگلس او ایډوارډ نورټن هم شامل دي. د خپلې کاري مودې په دوره کې باید ملاله د دې له پاره هڅې وکړي چې په ټوله نړۍ کې نجوني تعلیم ته آزاد لاس رسی ولري.

ملالي ویلي دي چې په جون میاشتې کې د خپل ښوونځي تر بشپړولو وروسته، غواړي په پوهنتون کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد په برخه کې زده کړې وکړي.