1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملالۍ: په کندز کې د ټولنیز-فرهنګي بنیاد بنسټ ایښودنکې

۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

ملالۍ د خلکو ترمنځ له زیات شهرت څخه برخمنه ده، ځکه هغې د افغانستان د ښځو د ټولنیز-فرهنګي بنیاد په جوړولو سره دا جوته کړه چې ښځې او نجونې کولی شي د رسنیو مدیریت وکړي او په ټولنه کې یو مهم رول ولوبوي.

https://p.dw.com/p/1HFDk
Afghanistan Malalai Frauenzentrum Kunduz
میرمن ملالۍانځور: DW/M. Saber Yosofy

نوموړې د لوړو زده کړو خاوندې د رادیو څراغ، او د افغانستان د ښځو ټولنیز-فرهنګي مدني بنیاد په جوړولو سره په رسنیو کې د ښځو او نجونو د شتون له پاره یو مهم رول لوبولی دی او همداراز هغې د ښځو او نجونو له پاره د کار زمینه هم برابره کړې ده.

له میرمن ملالۍ څخه غواړو چې ځان په خپله راوپيژني: «زه ۳۷کلنه یم. په کندز ښار کې زیږیدلې یم او د تعلیم او تربیه له پوهنځې څخه مې د انګلیسې ژبې په ادبیاتو کې خپل د لیسانس سند تر لاسه کړی دی. یو څو موده مې د ښوونکې په توګه کار وکړ او اوس هم هڅه کوم چې د مدني، ټولنیز او مطبوعاتي فعالیتونو له لارې خلکو او ټولنې ته خدمت وکړم.»

د مدني او رسنیز فعالیتونو له پاره انګیزه

Afghanistan Frauenzentrum Kunduz
په دې فرهنګي بنیاد کې ښځو ته د کار د زمینې برابرولو هڅې کیږيانځور: DW/M. Saber Yosofy

میرمن ملالۍ وایي چې هغې له رسنیزو او ټولنیزو کارونو سره ډیره مینه درلوده او د محصلۍ په وخت کې یې هم دا احساس کاوه نو ځکه یې هڅه وکړه چې خپلو هیلو ته عملي بڼه ورکړي، هغه وايي: «په پیل کې مې د ښځو ټولنیز-فرهنګي بنیاد تاسیس کړ او تر یو وخته دلته په کار بوخته وم. په دې بنیاد کې زما کار د تعلیمې پروګرامونو جوړول، سیمینارونه او کنفرانسونه، د عدالت غوښتنه او ښه حکومتداري وه.

له هغې وروسته مې په ۲۰۱۰کال کې رادیو څراغ تاسیس کړه چې تر اوسه د کندز ولایت یوه فعاله رادیو ده. په دې رادیو کې بیلابیل پروگرامونه جوړیږي او نشریږي. ګردي میزونه، خبرونه، راپورونه او تفریحي او معلوماتي پروگرامونه. شاوخوا ۸۰کیلومتره سیمه د دې رادیو تر پوښښ لاندې ده. د کندز ولایت په ټولو سیمو کې او په ځانګړې توګه په ولسوالیو کې زموږ پروګرامونه اوریدل کیږي. موږ ډیر اوریدونکو لرو چې ډیر شمیر یې ښځې او ځوانان دي. همداراز زموږ ډیر شمیر کارکوونکي هم ښځې او نجونې دي خو زموږ اوریدونکي ټول خلک دي.»

ټولنیز کارونه او ګواښونه

میرمن ملالۍ وايي چې ټولنیز فعالیتونه او خلکو ته د پوهاوي رسول د ښځو یوه تاریخي دنده ده او هغې له پخوا څخه غوښتل چې په دې برخه کې جدي کار وکړي نو هغې دا فکر وکړ چې د رسنیو او ټولنیزو فعالیتونو له لارې کولی شي دا کار په ښه توګه تر سره کړي او همدا لامل شو تر څو میرمن ملالۍ د ښځو اجتماعي-فرهنګي بنسټ او رادیو څراغ تاسیس کړي.

Afghanistan Frauenzentrum Kunduz Radio Studium
د رادیو څراغ ډیر شمیر کارکوونکي ښځینه دیانځور: DW/M. Saber Yosofy

د میرمن ملالۍ په خبره دا یو ساده کار نه وو، بلکې څو وارې د خپل کار له کبله ګواښل شوې ده او ډیرې ستونزې یې ګاللې دي. د هغې په وینا کندز اوس هم د هیواد په شمال-ختيځ کې له ناامنو ولایاتو څخه یو دی او دا هم په دې ولایت کې له ډیرو ستونزو او ګواښونه سره مخامخ ده.

میرمن ملالۍ زیاتوي: «د خلکو له پاره د خدمت انګیزه د دې لامل وګرځیده چې زه څراغ رادیو او د ښځو ټولنیز-فرهنګي بنیاد تاسیس کړم. ما غوښتل چې د ښځو له پاره د حق غوښتنه وکړم او همداراز هغوی ته کاري زمینې برابرې کړم. اوسمهال په څراغ رادیو کې یو شمیر نجونې کار کوي چې دا د هغوی له پاره یوه ښه کارې زمینه ده. له بلې خوا د ټولنیز، فرهنګي او رسنیزو کارونه سره مې غوښتل دا ثابته کړم چې ښځې هم کولی شي مدیریتي کارونه تر سره کړي. ښځې هم کولی شي په ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ښې مدیرانې واوسي. سره له دې چې ستونزې شته خو موږ خوشحاله یو چې خپل کار ته ادامه ورکوو.»

ټولنیزو او فرهنګي کارونو په کندز کې ډیر پلویان موندلي دي او د رادیو څراغ شتون ځینو نجونو ته ښه فرصتونه برابر کړي دي، څو له دې لارې خپل غږ په ټولنه کې پورته کړي.

آسیه چې یوه ۲۱کلنه پیغله ده سهار وختې رادیو ته راځي. آسیه غواړي یوه تکړه ویانده شي او په ټولنه کې يې شتون احساس شي. هغه وایي: «زه ډیره علاقه لرم چې د ټولنې یوه فعاله غړې واوسم او په رادیو کې تر کار وروسته فکر کوم، دې هیلي ته مې تر یوه حده رسیدلې یم. په دې کار کې زما کورنۍ او استادې ملالۍ چې د څراغ رادیو مشره ده، زما ملاتړ کړی دی. زه په رښتیا د هغې منندوی یم او غواړم یوه ورځ د هغې په شان د خلکو له خوا د درناوي وړ وگرځم او ټولنې ته ارزښتناکه کارونه وکړم.»

میرمن ملالۍ د خلکو له لیدلوري

Afghanistan Frauenzentrum Kunduz Radio Studium
په کندز ولایت کې نجونې غواړي د میرمن ملالۍ په شان خپلې ټولنې ته خدمت وکړيانځور: DW/M. Saber Yosofy

په ټولنیزو او رسنیزو برخو کې د میرمن ملالۍ د هڅو له کبله خلک هغې ته د یوې اتلې په سترگه گوري او د کندز ولایت ډیر شمیر اوسیدونکي په دې اند دي چې میرمن ملالۍ یوه ریښتنې اتلې ده او د ښځو د حالت د ښه والي له پاره د هغې هڅو هم ښې پایلې لرلي دي.

عبداللطیف چې د کندز ښار اوسیدونکی دی وايي چې د میرمن ملالۍ په شان ډیر کم شمیر خلک خپلې ټولنې ته کار کوي: «په رښتیا چې میرمن ملالۍ ډیر کار او هڅې وکړې. څراغ رادیو په کندز ولایت کې ډیر اوریدونکي لري او ښه تعلیمي پروګرامونه لري. همداراز د هغې کارونه په ټولنه کې د ښځو د شتون د تقویت له پاره هم ډیر مهم او اغیزمن دي. زموږ له پاره هغه یوه اتله ده.»

په داسې حال کې چې میرمن ملالۍ د خپلو رسنیزو او ټولنیزو کارونو ادامې ته ژمنه ده خو د نورو ښځو او نجونو څخه هم غواړي تر څو خلکو ته د خدمت له پاره هڅې وکړي او د خپل شخصیت د قوي کولو له پاره له هر فرصت څخه ګټه پورته کړي. په دې اړه میرمن ملالۍ وايي: «زه دې ته ډیره لیواله یم چې ښځې او نجونې د مدیریت په برخه کې خپل استعداد وازمايي او د خپلې پوهې او تجربې د ډیرولو له پاره کار وکړي. البته د دې کار کولو سره هغوی ډیرو ستونزو سره هم مخامیږي خو که هڅه وکړي نو ستونزې به هم له منځه لاړې شي.»

میرمن ملالۍ چې خپل کار سره ډیره مینه لري په کندز ولایت کې د ښځو او ځوانانو له پاره یو سرمشق ده. ډیر شمیر ځوانان غواړي چې د ملالۍ په شان د ټولنې د پرمختګ له پاره ابتکار وکړي او په شخصي او ټولنیز ژوند کې د هغې په شان لاس ته راوړنې ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب