1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا عمر: خبرې هدف ته د رسیدو یوه مشروع لار ده

۱۳۹۴ تیر ۲۴, چهارشنبه

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د چهارشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې د وسلوال جهاد تر څنګ خبرې هدف ته د رسیدو مشروع لار ده. دا په داسې حال کې ده چې د تر دې مخکې د طالبانو غړو له افغان حکومت سره په پاکستان کې لیدلي وو.

https://p.dw.com/p/1Fyho
Taliban Unterstützer
انځور: BANARAS KHAN/AFP/Getty Images

ملا عمر د کوچني اختر په مناسبت په یوې خپرې شوې بیانیه کې ویلي دي: «که موږ خپلو دیني قواعدو ته وګورو نو موږ پر دې پوهیدای شو چې له دښمن سره غونډې او آن سوله ییزې لیدنې نه دي منع کړای شوي.»

د طالبانو په انترنتي پاڼه کې د هغه په حواله په خپور شوي پیغام کې راغلي دي: «د وسلوال جهاد تر څنګ، سیاسي هڅې او د سوله ییزې لارې د اهدافو د ترلاسه کولو له پاره مشروع اسلامي اصول دي.»

د طالبان د ډلې مشر ملا محمد عمر
د طالبان د ډلې مشر ملا محمد عمرانځور: picture alliance/CPA Media

دا په داسې حال کې ده چې د روژي په میاشت کې د لومړي ځل له پاره د افغان حکومت او طالبانو استازو په پاکستان کې سره خبرې اترې وکړي. په دغه غونډه کې د پاکستان، چین او امریکا متحده ایالاتو استازي هم شامل وو. د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې تر روژې وروسته به یو ځل بیا سره وویني.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې اترې د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو، کابل او ځینو نورو مرجعو له خوا وستایل شوې، یو شمیر کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړه چې د پاکستان په وروستۍ ناسته کې ښکیل کسان د ټولو طالبانو استازیتوب نه شي کولای او دا چې د سولې د موضوع پر سر طالبان په دوو برخو ویشل شوي دي.

داسې اندیښنې هم راوپاریدې چې آن که دغه خبرې اترې یوه توافق ته هم ورسیږي نو په افغانستان کې به روانه جګړه ختمه نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملا عمر په خپل خپور شوي پیغام کې ژمنه کړې ده چې د طالبانو په منخ کې د نفاق مخه به ونیسي. هغه ویلي دي: «ټول مجاهدین او هیوادوال دې ډاډه وي چې په دې بهیر کې به زه، زموږ له مشروع حقوقو او نظریو څخه هر چیرې دفاع وکړم.»

ملا عمر ټینګار کړی دی چې د هر ډول خبرو اترو هدف «د افغانستان اشغال» ته د پای ټکی ایښودل دي. طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور اشغال گڼي او تر دې مخکې یې هر وارې د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو شرط له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب