ملا محمد عمر د خبرو اترو څخه ډه ډه وکړه
۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبهد واشنگټن پوست ورځپاڼي په انټرنيټ پاڼه کي راغلي دي چي ملا محمد عمر مسلمانانو ته د لوی اختر د مبارکی په پيغام کي ويلي دي چي د اسلامي امارت طالبان په افغانستان کي د جگړې د گټلو په حال کي دي.
په هغه پيغام کي چي واشنگټن پوست ورځپاڼي ته د بريښناليک له لاري لېږل سوی راغلي دي چي هغه خبري چي وايي د طالبانو په تحريک کي درز پيدا سوی ټول بې ځايه پروپاگند دی.
هغه ويلي دي چي « دښمن غواړي ددې لاري خپله ماته پټه کړي او د هغو خلکو چي ددوی طرفداري کوي په زړونو کي خالي هيلي را پيدا کړي»
ملا محمد عمر د دوشنبې په ورځ دغه راز ويلي دي چي په ټول افغانستان کي د جنگياليو د عملياتو پراختيا «دښمن دې ته مجبوره کوي چي د خپلو پناه ځايونو څخه ووزي»
د افغاني طالبانو مشر پداسي حال کي خبري اتري ردوي چي افغان حکومت او نړيوالي ټولني په دې وروستيو کي د طالبانو سره د په لوړه کچه خبرو کولو د برياو څخه خبر ورکړی و.
داس خو لا ويل کېدل چي د افغان حکومت او لوړ پوړو طالب مشرانو تر منځ په کابل کي د پر دې تر شا پټي خبري اتري تر سره سوي.
چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ځينو سرچينو د نوم د نه ښودلو په شرط هم ددې خبرو اترو تايد کړی و.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم