1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا منصور پر طالبانو باندې د اتحاد غږ وکړ

۱۳۹۴ اسفند ۲۹, شنبه

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور، د دغې ډلې د غړو تر منځ د اتحاد غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو د بیلابیلو ډلو تر منځ د نښتو له کبله د دې ډلې په سلهاو غړي وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IGH5
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants/Handout

د ملا منصور په بیانیه کې چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۸مه نېټه) ناوخته رسنیو ته استول شوې ده، د ملا محمد رسول تر مشرۍ لاندې طالبانو ته «د هغو ورونه چې تیر کال ناخوالي شوي دي» خطاب شوی دی.

په بیانیه کې ټیګار شوی دی چې اوس له «اسلامي امارت» سره د دغو کسانو د یوځای کیدو، ادغام، اشتي کیدو او آرامیدو له پاره هر اړخیزې هڅې روانې دي.

یوازې تیره اوونۍ داسي خبرونه خپاره سوه چي له مخي يې د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول د پلویانو تر منځ د نښتو په پایله کې د طالبانو د ډلې لږ تر لږه ۲۰۰ غړي ووژل شول. دغو دواړو ډلو په خپلو یادو نښتو سره په جنورۍ میاشت کې رامنځ ته شوی اوربند مات کړ.

د طالبانو د ډلې بنسټ ایښودونکی ملا محمد عمر په ۲۰۱۳ کال مړ شوی وو خو د هغه د مړینې خبر بیا د دوو کلونو له پاره پټ وساتل شو. د هغه د مړینې د خبر تر تاییدیدو وروسته د طالبانو د غړو تر منځ د مشرۍ پر سر سخت اختلافات رامنځ ته شول. یوه ډله طالبان ملا اختر محمد منصور خپل مشر او د ملا عمر ځای ناستی بولي، او بله ډله بیا ملا محمد رسول د طالبانو مشر ګڼي.

د ملا اختر محمد منصور په بیانیه کې همداراز ادعا شوې ده چې د طالبانو ډله اوس تر بل هر وخت ډیر پیاوړې ده او د افغانستان ډیرې برخې یې تر کنترول لاندې دي.

د منصور په بیانیه کې د افغان حکومت او درو نورو هیوادونو له خوا د سولې د روانو هلو ځلو په اړه څه نه دي ویل شوي. افغان حکومت له کلونو راهیسې له طالبانو سره د سولې کولو هڅه کوي، خو دغه ډله تل له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو باندې په خبرو اترو کې د ښکیلیدو لومړي شرط په توګه ټینګار کوي.