1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مليوس زمان: ښايسته نجوني بايد برقعې واغوندي

۱۳۹۴ دی ۱۹, شنبه

په پولنډ کې د نوي حکومت سياست او د هنګري هيواد د سياستوالو سياست په اروپا کې له نيوکو سره مخامخ شوی دی. اوس په چک جمهوريت کې ولسمشر زمان له اسلام سره په ښکاره تعصب لري او د کډوالو په وړاندې احساساتو ته لمن وهي.

https://p.dw.com/p/1HaeE
انځور: picture-alliance/AP Photo/P.D. Josek
«ژوندی دې وي زمان» په زرونو چکيان خپل ولسمشر ستايي. د تېر ميلادي کال په پای کې د چک ولسمشر د خارجيانو ضد د يوه خوځښت له خوا د رابلل شوې مظاهرې اصلي ويناوال دی. دغه خوځښت «موږ په چک کې اسلام نه غواړو» نوميږي.

د چک ولسمشر په اروپا کې کډوالو ته د ښه راغلاست کلتور د سترګو اغزی بولي: «دغه ولس د دې اجازه لري چې ځان خپله اداره کړي او دا چې له بهر څخه هيڅوک ورته نه شي ويلی چې څه بايد وکړي او څه بايد ونه کړي.»

په يو شمېر مرکو کې بيا ولسمشر خپله خبره لا روښانه کوي. ميلوس زمان وار په وار دغه نظريه تکراروي او وايي چې اسلام بايد اروپا ته مخه ونه کړي او دا چې مسلمانان نه شي ټولنې ته ورګډېدلی. اتيا په سلو کې کډوال د ده په خبره ځوانان او ښه ماړه نارينه دي چې د هغوی د ګواښ له کبله ټولنه له په اصطلاح اسلامي کېدلو سره مخامخ ده.«مسلمان کډوال زموږ هېواد ته شريعت راوړي. دا په دې معنی ده چې ښځې به سنګساريږي، له غلو څخه به لاسونه پرې کيږي او زموږ ښايسته نجونې بايد برقعې واغوندي.»

د کريسمس په وينا کې هم ولسمشر له کډوالو څخه وېرې ته لمن ووهله. ده ويل ټينګه عقيده لري چې اروپا ته د کډوالۍ بهيرونه خپله نه راټوکيږي، بلکې هغه يو منظم او سازمان شوی يرغل دی.

يو څو ورځې مخکې ميلوس زمان په يوه بله مرکه کې خپله د توطيې تيوري لا پسې روښانه څرګنده کړې وه: «د اخوان المسلمين سازمان نه يوازې پر اسلامي نړۍ باندې واکمني غواړي، بلکې پر ټولې نړۍ باندې. زه ځکه فکر کوم چې د کډوالو يرغل د اخوان المسلمين لخوا سازمان شوی دی او له بېلابېلو هېوادونو څخه يې مالي ملاتړ کيږي.»
ولسمشر مليوس زمان زيات وختونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد ويناوي کوي.
ولسمشر مليوس زمان زيات وختونه د اسلام او مسلمانانو پر ضد ويناوي کوي.انځور: Getty Images/AFP/M. Cizek
«فاشيستي حرکتونو ته زمينه مساعديږي»

د ولسشمر له خوا له اسلام سره عام تعصب د چکيانو په منځ کې پراخ ملاتړ لري. ۹۰ سلنه چکيان اسلامپالنه د خپل هېواد له پاره تر ټولو ستر ګواښ بولي. څه باندې ۸۰ سلنه خلک د بهرنيانو له زياتېدلو څخه وېره لري. يوازې لږ شمېر سياستوال له ميلوس زمان سره په زغرده مخالفت لري. اصلي کلکې نيوکې يوازې د بشري حقونو وزير، ييري دينستبير کوي: «کله چې ولسمشر له خپل ډېر صلاحيت او شان سره له افراطيانو سره ځان شريک کړي، نو دا کار د منلو وړ نه دی. ولسمشر په دې ترتيب د چک په ټولنه کې فاشيستي حرکتونو ته زمينه مساعدوي.»

لومړی وزير سوبوتکا بيا ډېر آرام غبرګون ښکاره کوي. چک جمهوريت د کډوالو له کړکېچ څخه ډېر لږ اغېزمن شوی دی. يوازې ۷۱ انسانانو تېر کال په چک کې دايمه پناه تر سره کړه. د ده منځنی کيڼ اړخی حکومت په بروکسل کې طرح شوې د کډوالو د وېشلو تګلاره هم په کلکه ردوي. خو د ولسشمر له خوا شوې حيرانونکې خبرې دی سمې نه ګڼي: «سياستوال بايد د ولس د پارونې د لارې د رايو اخيستلو له پاره مبارزه ونه کړي. د خلکو وېرول کومه رغوونکې پايله نه لري. د سياستوالو دنده دا ده چې د دقيقو او عملي حللارو وړانديزونه وکړي.»