1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت: احمد ولي کرزی د يو مېلمه لخوا وژل سوی

۱۳۹۰ تیر ۲۱, سه‌شنبه

افغان دولتي چارواکو د دي خبري پخلي کړي چي دولسمشر ورور او د افغانستان د جنوب تر ټولو قدرتمند کس احمد ولي کرزي نن د سي شنبي په ورځ په خپل کور کي وژل شوي

https://p.dw.com/p/11tRX
احمد ولي کرزی
احمد ولي کرزیانځور: picture alliance/dpa

افغان ولسمشر حامد کرزي څو شيبې مخکي پخپله تاييد کړه چي ورور يې په کندهار کي په خپل کور کي وژل سوی دی.

« زما کوچنی ورور احمد ولي کرزی نن په خپل کور کښي په شهادت ورسيدی. دا د افغانانو ژوند دي او د افغانستان هري کرونی دغه ډول غمونه گاللي او گالي يې. هيله ده چي نور افغانان ددغه رنځونو او غمونو څخه خلاص سي.»

په کندهار کي د د احمد ولي کرزي وژنه به د کرزي له پاره لويه ضايع وي. د لومړنيو معلوماتو پر اساس د هغه د کورني غړي او دوست فرانس پريس خبري اژانس ته د نوم د نه بربنډولو په شرط ويلي، چي ميلمانه د هغه کور ته راتلل په دغه وخت کي د خپل يو ساتونکي له خوا پر ده ډزي سوي. خو يو استخباراتي چارواکي ويلي چي هغه د کوم مېلمه له خوا په ډزو وژل سوی.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي ويلي چي:« احمد ولي کرزي نن په خپل کور کي دننه شهيد سوی.» د هغه يو بل تن خپلوان هم د نوم د نه بربنډولو په شرط د احمد ولي د وژلو خبره تايد کړي.

د افغانستان د ملي امنيت يو چارواکي ويلي چي هغه د خپل ساتونکي له لوري نه، بلکي د يو مېلمه له لوري په ډزو ويشتل سوی. دغه چارواکي زياته کړې چي دغه کس بيا وروسته د ساتونکو له خوا په ډزو وژل سوی.

د احمد ولي کرزي د کورني غړي ويلي چي په ډزو کي نور مېلمانه هم وژل سوي دي. خو تر تر اوسه لا دا نه ده معلومه، چي څو تنه وژل سوي او څوک دي.

په عيني وخت کي طالبانو د احمد ولي کرزي د وژلو پړه پرغاړه اخيستې او دا يې په تيره لس کلنه جګړه کي « يوه لويه لاس ته راوړنه» بللي.

د طالبانو وياند يوسف احمدي فرانس پريس خبري اژانس ته د ټليفون پر کرښه ويلي چي، د احمد ولي کرزي ساتونکي په دې نژدې وختو کي ددوی انډيوال سوی و تر څو احمد ولي کرزی ووژني.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل