1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت: درې ترهگري ډلي نيول سوي

۱۳۸۹ شهریور ۱۵, دوشنبه

د افغانستان څارګري ادارې د ملک په دريو ولايتونو کي د داسي ترهګرو ډلو د نيولو خبر ورکړی چي په وينا يې هڅه يي کوله پر بهرنيو او کورنيو اهدافو ورانونکي حملې وکړي.

https://p.dw.com/p/P559
«نيول سوو کسانو په خپلو اعترافاتو کي ويلي چي دوی د پاکستان په يو شمېرديني مرکزونو کي ترهګريزي زده کړي کړي»
«نيول سوو کسانو په خپلو اعترافاتو کي ويلي چي دوی د پاکستان په يو شمېرديني مرکزونو کي ترهګريزي زده کړي کړي»انځور: DW

په دې ورستيوکي په خوست او کندهار ولايتونو کي د ناټو او افغان ځواکونو په مرکزونو ډليز بريدونه تر سره سوي چي د خپل ډول نوي ګڼل کيږي.

دغه بريدونه تر کوچني اختراو پارلماني ټاکنو څوورځي دمخه يو په بل پسي ترسره سول او د خلکو د انديښنې لامل ګرځيدلي دي.

د ملي امنيت ادارې نطاق سعيد انصاري وايي که يي دغه شل کسيزه شکمنه ډلګۍ نه وای نيولې نو په کندهار، پروان او خوست ولايت کي به يي ګڼي ورانۍ اړولي وای.

د انصاري د وينا له مخه چي نيول سوو کسانو په خپلو اعترافاتو کي ويلي چي دوی د پاکستان په يو شمېرديني مرکزونو کي ترهګريزي زده کړي کړي.

د افغانستان څارګره اداره په داسي حال کي د يو شمير شکمنو بريد کونکو د نيولو خبر ورکوي چي افغانان د کوچني اختر لپاره په تياريو بوخت دي.

په ښارونو او بازارونو کي د پخوا په پرتله ټګ را تګ ډير او د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ده.

د نيول سوو کسانو له ډلي څخه يو تن چي ځان عبدالقيوم او د خوست ولايت استوګن ښيي وايي چي، د ده هدف په بهرنيو ځواکونو يرغل وو او په دې برخه کي له نورو ترهګرو سره د مرستي تجربه هم لري.

«زه عبدالقيوم د عبدالحليم زوی يو کال کيږي چي له طالبانو سره جذب سوي يم، زموږ قوماندان خليل الرحمان د اسماعيل خيلو ولسواليو د حيدرخيلو د کلي اوسيدونکی وو، ما په څو بريدونو کي له انتحاريانو سره مرسته کړې، يوځل مي له خليل الرحمان سره د انفجاري موادو په ليږدولو کي مرسته کړې وه، خليل الرحمان هغه کس وو چي په خوست کي يې پر امريکايانو باندي ځان والوزاوه».

اوس د ملي امنيت تر څنګ د کورنيو چارو وزارت هم په ښارونو کي د امن ساتلو دنده لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وايي چي د اختر تر را رسيدو څو ورځي دمخه ټولو پوليسو ته د تيارسی امر سوی او سرتيري هڅه کوي چي د ملک دننه د هر راز زړه بوږنونکو پيښومخه ونيسي.

«يودرجه لوړاحضارات ټولو پوليسو ته ورکړل سوي تر څو وکولای سوچي په تدريجي توګه د اختر تر رار سيدو خپلوهيوادوالو ته ښه زمينه برابره کړو تر څو د اختر مراسم په ښه فضا کي تر سره کړي».

د يادولو وړ ده چي افغان ځواکونو ته په داسي حال کي د امنيت د خوندي ساتلو په برخه کي د تيارسی امر سوی چي، افغانان د را روانو دوو اونيو په دننه کي دوه ستر مراسم په مخکي لري.

لومړی هغه يي مذهبي، يعني د کوچني اختر جشن دی چي ورته درې او يا هم څلور ورځي پاته دي او دوهم يې پارلماني ټاکني دي چي د رواني مياشتي په اوه ويشتمه نيټه به ترسره سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل