1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنیت: طالبان خپل منځي اختلافات لري

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت او د ملي امنیت اداره وایي چې طالبان نه شي کولای د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې مختل کړي. د امنیتي بنسټونو په خبره طالبان اوس له خپل منځي اختلافاتو سره لاس او گریوان.

https://p.dw.com/p/1CEyp
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمې
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمېانځور: picture-alliance/dpa

افغان امنیتی ځواکونه وایي چې په وروستۍ میاشت کې تر ټولو ډیر عملیات د طالبانو پر ضد په لاره اچول شوې دي چې په پایله کې یې دغې ډلې ته ډیره مرگ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمې، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «هغه ماتې چې بهرنیو استخباراتي کړیو خوړلې ده، او هغه ځواب چې افغانانو له خپل گډون سره ترهگرۍ، مداخلې او بهرنیو استخباراتي کړیو ته ورکړ، د دې لامل شوی دی چې دښمن هڅه وکړي ترڅو په دویمې دورې کې د تیر دور ماتې جبران کړي.

د ولسمشر ټاکنو دویم پړاو د طالبانو د جگړو د فصل پر مهال ترسره کیږي. دا د کال هغه وخت وي چې طالبان په کې د بل هر وخت په پرتله ډیر فعاله وي. دغې ډلې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره مخامخ جگړه هم کړې ده. پر دې سربیره په وروستیو ورځو د ولسمشریزو ټاکنو پر یوه نوماند باندې برید شوی دی چې که څه هم دغه نوماند ورڅخه روغ رمټ راووت، خو یو شمیر ملکیانو ته په کې مرگ ژوبله واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي عظیمې وویل چې د تنظیم شویو پلانونو له مخې به د ټاکنو پر ورځ ټولې امنیتي تشې ډکې شي. هغه ویلي دي چې طالبان به و نه شي کړای خپل پلانونه عملي کړي: «موږ د لومړې پړاو د امنیت ټینگول څیړلي دي چې کومې پیاوړتیاوې مو لرلې چې وتوانیدو امنیت ټینگ کړو. اوس نو موږ پوهیږو چې په کومو ساحو کې ځانونه لا قوي کړو او په کومو برخو کې مو ستونزې لرلې. په دې پړاو کې موږ هغه ستونزې هم له منځه وړو.»

طالبان د طالبانو پر ضد

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې د طالبانو د مشرانو په منځ کې جدي اختلافات رامنځ ته شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالحسیب صدیقي، وویل: «د طالبانو د مشرانو په منځ کې سخت اختلافونه رامنځ ته شوي دي. دغه اختلافات د ملا اختر منصور او ملا عبدالقیوم ذاکر تر منځ دي چې له کبله یې د هغوی عملیاتي صفوف ضعیفه شوي او په منځ کې یې قومي اختلافات رامنځ ته شوي دي.»

د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د ټاکنو تر لومړي پړاو وروسته په نورستان ولایت کې یوه بله ډله رامنځ ته شوې ده چې غړي یې پر مخ باندې نقابونه لري او د افغانستان په سیمه ییزو ژبو خبرې نه شي کولای. دغې ډلې تر اوسه پورې د طالبانو څو تنه قوماندان اعدام کړې دي.

د ملي امنیت د معلوماتو له مخې دغه نقاب لرونکي کسان د لشکرې طیبه غړي دي چې خپل افغان ملگري د ټاکنو د بهیر په ړنگولو کې د پاتې راتلو له کبله اعداموي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب