1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملکي الوتکې د توغندیو پر وړاندې چانس نه لري

احمد ولي اڅکزی (دویچه ویله)۱۳۹۳ تیر ۲۷, جمعه

ايا ماليزيايي مسافر وړونکې الوتکه د اوکراين په ختيځ کي وويشتل سوه؟ په ۱۰۰۰ متره ارتفاع کي د الوتکي ويشتل څنگه ممکنه دي؟ د الوتنې د امنيت د کارپوه هاينريش ګروسبونګارد په دې اړه له دویچه ویله سره مرکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CfAb
انځور: AFP/Getty Images

اټکل کيږي چي د ماليزيا مسافر وړونکې الوتکه چي په ۱۰۰۰۰ متره ارتفاع کي يې پرواز کاوه ويشتل سوې وي. دا هغه ارتفاع ده چي پکښي ټولې مسافروړونکي الوتکې پرواز کوي. تاسو دغه امکان څنګه ارزوي کوئ چي په دغه ارتفاع کي يوه الوتکه ويشتل کېدلای سي؟

دا یوه ډېره غېر عادي خبره ده. اورپکي او ياغيان معمولا هغه ډول دافع هوا توغندي لري چې پر اوږه لیږدول کیدای سي خو په داسې توغندیو هغوی دومره ليري هدف نه سي ويشتلای. د بېلګي په توګه ستينګر ډوله توغندي د ۳۰۰۰ او ۴۰۰۰ مترو په ارتفاع کي هدفونه ویشتلای شي. د دې له پاره چي په ۱۰۰۰۰ متره ارتفاع کي يوه الوتکه وويشتل سي، لا پياوړو توغندیو ته اړتيا سته خو یاغیانو تر دې مخکې دغه ډول وسلې نه لرلې.

د اوکراين په ختيځ کي پر پرتې بحراني سيمه په تيرو اوونيو کي څو ځله الوتکې ويشتل سوي دي. د هغه باوجوده مسافر وړونکو الوتکو پر دغه لار خپلو پروازونو ته ادامه ورکړې وه. ايا دغه لوړه ارتفاع د الوتنې د امنيت له پاره کافي وه؟

تر اوسه پورې په دغې ارتفاع کي پرواز مصوون بلل کیده. د اوکراين هغه پوځي الوتکي چي وويشتل سوې، هغوی ډېر کښته پرواز کاوه. د اوکراين پر خاوره ملکي پروازونه تر اوسه پوري بې لانجې ول. د وسلو لویو لېږدونکو لکه امريکا او روسيې تر اوسه دغې موضوع ته ډیره زیاته پاملرنه کوله چي ياغي ډلو ته داسې توغندي ور نه کړي چي مسافر وړونکو الوتکو ته ګواښ وي. که د ماليزيا الوتکه د بېلتون غوښتونکو له خوا ويشتل سوې وي، نو بايد معلومه کړل سي چي دوی دغه توغندي څنګه او له کوم اړخ څخه تر لاسه کړي دي.

يو شمېر امريکايي هوايي شرکتونه ان د اپريل راهيسي نور د اوکراين پر ختيځ الوتنې نه کوي. ايا پر دغه سيمه له پرواز کولو سره نورو شرکتونو بې احتياطي نه ده کړې؟

نه، دا بې احتياطي نه وه. کېدای سي چي د امريکا متحده ايالاتو اړونده ادارې په دې تړاو يو خبرداری ورکړی وي. خو په اروپا کي د اروپا د هوايي چارو اداره د دغه کار له پاره موظفه ده چي د زياتو کلنو تجربه لري. تر اوسه پورې چي مسافر وړنکي الوتکي په لوړو ارتفاعو کي ويشتل سوي دي هغه د دولتي ځواکونو له خوا ويشتل سوي دي. لکه په اتيايمه لسيزه کي چي د کوريا د هوایی شرکت ۰۰۷ ‌ډوله الوتکه وويشتل سوه او يا لکه د اېربس اې ۳۰۰۰ مسافر وړونکې الوتکه چي په فارس خليج کي د امريکايي بېړۍ له خوا وويشتل سوه. پوځونه داسي وسلې لري خو ياغي ډلو تر اوسه داسي وسلې نه لرلې.

يو پيلوټ څرنگه کولای سي چي پر مسافر وړونکې الوتکې د توغندي له بریده خبر شي؟

هغه هيڅ چانس نه لري. د توغندیو له بريدونو څخه د خبرداري سيستمونه يوازي په پوځي الوتکو کي وي او يا د خطر سره د مخامخ مهمو کسانو په الوتکو کي لکه د دولتي مشرانو. مسافر وړونکې الوتکي داسي تجهیرات نه لري.

ايا د توغنديو سرعت دومره زیات وي چې الوتکه نه شي کولای غبرگون وښيي؟

هو، په داسي يوه صورت کي به غبرګون بې ګټي وي. مسافر وړونکې الوتکي په پرتليزه توګه ډېرې ورو حرکت کوي.

ايا د پيلوټانو د روزنې او تربيې پر وخت د ممکنه توغندیو بريدونو موضوع څېړل کيږي، په زياته بيا د ناستي او الوتنې پر وخت؟

د سپتامبر د ۱۱مي تر پيښي وروسته دا يوه لويه موضوع وه. دا موضوع هغه وخت هم ډېره مهمه وي کله چي څوک له ګواښ سره مخامخو هوايي ډګرونو لکه کابل يا بغداد ته الوتنه کوي، چيري چي داسي پيښي رامنځ ته سوي دي. په دغو هوايي ډګرونو کي البته د الوتکو د پورته کېدو او کښېناستو پر وخت ځانګړي ميتودونه په کار اچول کيږي چي د امنيتي ګواښ کچه راټيټه کړل سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب