1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملکي تلفات د افغانانو او خارجي قواوو پر مناسباتو منفي اغيزه کوي

۱۳۸۸ خرداد ۱۴, پنجشنبه

امريکايي پوځونو خپله هغه اشتباه منلې ده ،چه د هغه له کبله تيره مياشت د نظامي عملياتو پر وخت په لس هاوو ملکي خلګ ووژل سول ...

https://p.dw.com/p/I3V8
انځور: AP

پدې باب دپرون ورځي د نيويارک ټايمز يو رپوټ، د امريکايي پوځونو يوه نماينده تاييد کړی دی .

رپوټ وايي چه د قربانيانو تعداد به ډير راکم وای ،چه که زميني او هوايي قواوو د ملکي خلګو د تلفاتو د مخنيوي مقررات په نظر کښي نيولی وای . په رسمي ډول ددغي پيښي د تحقيقاتو نتايج تر اوسه پوري ندي خپاره سوي .

Pakistan US Angriff im Grenzgebiet
انځور: picture-alliance/ dpa

خو د نيويارک ټايمز په حواله څيړني ښوولې ده چه يوې جنګي الوتکي پرطالبانوباندي د بمبارۍ امر پلاس راوړي ؤ، خو بيا يې بايد خپل هدف ته تغير ورکړی وای . خود الوتکي عملې مخکښي تر دې چه هغه يووار بيا تاييد سي ، بم وغورځوۍ ،او ځکه نو کيدای سي چه په دغه وخت کښي طالبان د محل څخه تښتېدلي وي،او يا ملکي خلګ راغلي وي .

د بلي خوا بيا پوځي مامورينو د رويټر آژانس ته ويلي دي ،چه غلطي د وسلې په انتخاب کښي وه،او نه د اوامرو په نه مراعتولو کښي .

د مختلفو رپوټونو په حواله د فراه د بالابلوک په دغه پيښه کښي د 20 څخه تر 140 پوري ملکي خلګ وژل سوي دي ،چه هغه د افغانانو او خارجي قواوو پر مناسباتو ډيره منفي اغيزه کړې ده .

رويټر/

کتونکی : محمد قاسم نوري