1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو په هنګري کې له کډوالو سره پر چلن نیوکه کړې

۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

د ملګرو متلونو د کډوالو ادارې (UNHCR) ویلي دي چې د هنګري ښي اړخه حکومت هڅه کوي چې کډوال د یوه ګواښ په توګه وښيي. په دې هیواد کې په تیرو څو میاشتو کې د پناه غوښتونکو شمیر لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/1FNFL
د هنګرې لومړی وزیر ویکتور اوربن
د هنګرې لومړی وزیر ویکتور اوربنانځور: picture alliance/dpa/S. Koszticsak

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د هنګرې د لومړي وزیر ویکتور اوربن، پر حکومت باندې نیوکې کړې دي او ګواښ يې کړی چې په هنګري کې له بهرنیانو څخه د ویرې احساس د ډیریدو په حال کې دي.

په مرکزي اروپا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR استازي مونتسیرت فیاکساس واهي، ویلي دي: «موږ د دولت هغو اقداماتو ډیر اندیښمن کړي یو چې په ترڅ کې يې د هغو کسانو د بدنامه کولو هڅه کیږي چې د جګړو له سیمو لکه افغانستان، سوریه او عراق څخه دې هیواد ته راځي او یوه امن ځای ته سخته اړتیا لري.»

ډیر شمیر هغه کډوال چې د سیربیا او اوکراین له لارې اروپا ته راځي په هنګري کې خپل د کډوالیتوب غوښتنلیک ورکوي.

په داسې حال کې چې په وروستیو وختونو کې په هنګري کې د کډوالو په شمیر کې ډیروالی راغلی دی، لومړي وزیر ویکتور اوربان، د کډوالو په اړه د ملي مشورې بهیر په لاره واچوه. په دې ترڅ کې د هغه حکومت خلکو ته پښتنلیکونه استوي چې په کې له هغوی څخه پوښتل شوي دي چې ایا کډوال باید د تل له پاره له هنګري څخه و ایستل شي او که نه.

په پوښتنلیک کې یوه پوښتنه داسې ده: داسې کسان هم شته چې فکر کوي د بروکسل له خوا د کډوالو ناسمه مدیریت د ترهګرۍ د ډیریدو لامل شوی دی. ایا تاسو له دې موضوع سره موافق یاست؟

اربن د جمعې په ورځ همداراز د اروپایي ټولنې هغه پلان چې غواړي کډوال د اروپايي هیوادونو تر منځ په مساوي توګه وویشتي، غیر عادلانه وباله. هغه وویل: «اوس د یووالي وخت نه، بلکه د قانون د پلي کولو وخت دی. غیر قانوني کډوال یو تیری دی.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي دي چې د دولت له خوا په خپور شوي پوښتنلیک کې په قصدي توګه هڅه شوې ده چې کډوال او سیاسي پناه غوښتونکي له په اصطیلاح اقتصادي مهاجرو سره غلط کړای شي. پر دې سربیره همداراز هڅه شوې ده چې کډوال د هغو ګواښونو له پاره چې اروپايي ټولنه او هنګري ورسره مخامخ دي، ګرم وبلل شي.

په مرکزي اروپا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR استازي مونتسیرت فیاکساس واهي، ویلي دي چې هنګري نه شي کولای کډوال هغو هیوادونو ته بیرته واستوي چې دوی په کې له ګواښ سره مخامخ دي. هغه پر دې هیواد باندې غږ کړی دی چې د کډوالو په باب د نړیوالو قوانین درناوی وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب