1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو يرموک کمپ ته د لاسرسي غوښتنه وکړه

مسعود جهش (dpa, AFP)۱۳۹۴ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر هغه وروسته د سوریې برموک کمپ ته د لاسرسي غوښتنه وکړه چې د اسلامي دولت ډلې د هغه یو شمیر برخې تر خپل کنترول لاندې راوستې. په دې کمپ کې ډیر شمیر فلسطیني کډوال اوسیږي.

https://p.dw.com/p/1F3SV
انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو چارواکو د سوریې یرموک کمپ ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده. په دې کمپ کې تر هغه وروسته ډیر شمیر کډوال بند پاتې شول او ډیر شمیر نور تیښتې ته اړ شول جې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د هغه ډیرې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په استازیتوب د اردون استازې دینا کاور، غوښتنه وکړه چې په کمپ د میشتو ملکي وګړو ساتنه باید وشي او دا ډاډمنتیا باید رامنځ ته شي چې بند پاتو شويو کسانو ته بشري مرستې رسیږي.

په ملګرو ملتونو کې د اردن استازې دینا کارو، له خبریالانو سره د ۱۸۰۰۰ بند پاتې شويو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې هغې زیاته کړې چې شورا چمتو ده ترڅو د هغه اقدامات ترسره کړي چې لازمې مرستې ترسره شي.

د فلستین د آزادي سازمان یا PLO چارواکي انور عبدالهادي، په عین حال کې وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان له کمپ څخه په تیښته بریالي شوي دي. هغه زیاته کړه چې اوس هم له دې ځایه د خلکو د ایستلو لړۍ دوام لري او راایستل شوي کسان په دولتي ودانیو کې ځای پر ځای کیږي.

د فلسطین له پاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې یا UNRWA استازي پیري کراهنبال، وویل چې د یوموک کې وضعیت تر بل هر وخت د خرابیدو په حال کې دی. هغه وویل چې کډوال په کافي اندازه خوراکي مواد نه ترلاسه کوي.

د اسلامي دولت جنګیاليو د تیرې چهارشنبې په ورځ پر دغه کمپ باندې چې له دمشق څخه شاوخوا اووه کیلو متره واټن لري برید وکړ. په دې برید کې د ملکي وګړو او اسلامي دولت جنګیالیو په ګډون ۲۶ کسان ووژل شول.

په یوموک کمپ کې یو وخت ۱۵۰۰۰۰ سوریایي او فلسطیني کډوال اوسیدل خو تر هغه وروسته چې په سوریې کې کورنۍ جګړه پیل شوې ده د دې کمپ د اوسیدونکو شمیر هم ډیر کم شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب