1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: افغانستان له انساني ناورین سره مخامخ دی

رضا شیر محمدي/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبه

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د شاوخوا یو میلیون داخلي بې ځایه شویو او د ګڼ شمیر بیرته راستنیدونکو لع پاره خپلې مرستې ډیرې کړي.

https://p.dw.com/p/1JyMI
انځور: AP

ملګري ملتونه په افغانستان کې له یو میلیون څخه د ډیرو بې ځایه شویو انسانانو په هکله خبرداری ورکوي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چارو کې د سرمنشي مرستیال ستیفن اوبراین، په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د روان ۲۰۱۶م کال له پیل څخه تر اوسه پورې له ۲۴۵ زرو څخه ډیر افغانان د داخلي جګړو له امله بې کوره شوي دي او په ټول هیواد کې د داخلي بې ځایه شویو شمیر اوس ۱.۱ میلیون کسانو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې ټولټال ۳۵ زره کورنۍ بې سرپناه شوي چې له دې جملې څخه ۶۵ سلنه یې ماشومان، ۲۳ سلنه میرمنې او ۲۲ سلنه یې د لوړ عمر کسان تشکیلوي. دغه شمیر ښيې چې په هیواد کښې د ۳۹۹ ولسوالیو له ډلې څخه د ۱۲۹ ولسوالیو خلک بې ځایه شوي او خوندي ځایونو ته یې پناه وړې ده.

د تیرې چهارشنبې په ورځ ستیفن اوبراین افغانستان ته د خپل سفر په اوږدو کې وویل: «خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي او اوس په خیمو کې ژوند کوي. د خوراک له پاره توکي نه لري او نه شي کولای خپلو ماشومانو ته خوراکي توکي ورسوي او د زده کړې له امکاناتو هم بې برخې دي.»

هغه همدا راز وايي چې جګړې ته باید د پای ټکی کیښودل شي ترڅو د راتلونکي نسل ماشومان له ورته کړاوونو وژغورل شي.

اوبراین د افغانستان د سفر پر مهال له خیریه سازمانونو، حکومتي چارواکو او د بې ځایه شویو کورنیو له استازو سره هم ولیدل. هغه همدا راز په افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو له یوه پنډغالي هم لیدنه وکړه. د اوبراین په حواله، ملګرو ملتونو د داخلي بې ځایه شویو کسانو او د راستنیدونکو کورنیو د ملاتړ له پاره د ۱۵۰ ملیونو ډالرو «بیړنیو مرستو» غوښتنه کړې ده.

خاموش بشري ناورین

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د ډیریدو په هکله هم خبرداری ورکړی. د دې ادارې د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې په افغانستان کې ۷.۲ میلیونه انسانان له خوارځواکۍ ځوریږي چې له دې ډلې یو میلیون یې له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان دي. ستیفن اوبراین وویل چې له دې ډلې څخه یوازې ۳۵ سلنه ماشومانو ته مرستې رسیږي او ۲۵ سلنه یې درملنه ترلاسه کوي، هغه وايي: «د ماشومانو د ستونزو او دردونو د مخنیوي له پاره باید ډیر کار وشی.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال همدا راز له حکومت او نړیوالو خیریه سازمانونو وغوښتل چې د روغتیايي او خوراکي پروګرامونو له پاره خپل ملاتړ لا ډير کړي. هغه په افغانستان کې اوسنی حالت یو «خاموش بشري ناروين» وباله.

ستیفن اوبراین په ځانکړي توګه پر ماشومانو د جګړې د بدې اغیزې په هکله خبرداری ورکړ: «اوس باید نړیواله ټولنه د بل هر وخت په پرتله ډیر دافغانستان د خلکو، د داخلي بې ځایه شویو کورنیو او د بیرته راستنیدونکو مهاجرینو له پاره مرستې وکړي ترڅو په روان کال کې د خوارځواکۍ پر وړاندې ۱۲۶ زره ماشومان د مرګ له ګواښ څخه وژغورل شي.»

له پاکستانه په خپله خوښه بیرته راستنیدونکي
په دې رپوټ کې ملګرو ملتونو همدا راز ویلي دي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د راتلونکو مهاجرینو شمیر په چټکی سره مخ په ډیریدو دی. د دې سازمان د تازه شمیرو له مخې په ورځ کښې پنځه زره مهاجر له پاکستان څخه افغانستان ته راځي او دوی مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ په خبرپاڼه کښې همدا راز راغلي دي چې د روان کال د اګست میاشتې له ۲۸ نیټې څخه د سپټمبر میاشتې تر ۳مې نیټې پورې ۱۰ زره او ۹۷۲ افغانان له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې څخه ۵۸۵ کسان او څلور کورنۍ چې ۱۳ غړي لري په زور له دې هیواد څخه ایستل شوي.

ملګري ملتونو په افغانستان کې د مرستو رسولو په هکله د بودیجې د کمښت خبر ورکوي. نوموړي سازمان پخوا هم د خیریه سازمانونو د پروګرامونو په هکله د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمښت خبرداری ورکړی وو. د بیلګې په توګه د مهاجرینو نړیوال سازمان یا «ای.او.ام» له تورخم څخه د راغلو ۶۵ زره او ۶۷۶ مهاجرینو له ډلې څخه یوازې ۱۵ سلنه کسانو ته مرستې رسولي دي.