1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: امریکايي هوایي بریدونو په سلهاو ماشومان وژلي دي

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۱ بهمن ۲۰, جمعه

د ملګرو ملتونو یوې ادارې چې د ماشومانو د حقوقو په برخه کې کار کوي ویلي دي چې په تیرو څلورو کلونو کې په سلګونو تنه ماشومان د امریکايي ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو کې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/17adt

جینیوا میشته د ماشومانو د حقوقو کمیټې ویلي دي چې د ماشومانو وژنې په ځینو مواردو کې د مخنیوونکو تدابیرو د نه نیولو او له زور څخه د کار اخیستنې په پایله کې رامنځ ته شوې دي. دغه سازمان اوس د امریکا متحده ایالاتو هغه قوانین څیړي چې ماشومان اغیزمن کولای شي.

ملګري ملتونه په دې اړه د څلورو کلونو په موده کې څیړنې کوي او بیا یې پایلې اعلانوي. دا ځل د دغو څیړنو پایلې په داسې حال کې اعلانیږي چې په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو عملیات په ډیرې ځیرتیا سره څارل کیږي.

د سپینې ماڼۍ د ترهګرۍ ضد ادارې مشر جان برینن، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا د استخباراتي کمیټې پر وړاندې حاضر شو. برینن تر اوسه پورې په دې توانیدلی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو له عملیاتو څخه دفاع وکړي. هغه پر دې خبره ټینګار کوي چې د دغو الوتکو په بریدونو کې ډیری وخت یاغیان او ترهګر په نښه کیږي او د ملکي تلفاتو کچه په کې دومره نه ده چې له کبله یې دغه ډول بریدونه ودرول شي.

د ماشومانو او وسله والو جګړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې تیره میاشت د امنیت شورا ته یو رپوټ وړاندې کړ. په دغه رپوټ کې راغلي وو: «د هغو ماشومانو شمیر چې د هوایي بریدونو په پایله کې وژل شوي دي د مخکینې رپوټ په پرتله دوه برابره شوی دی. دغه هوایي بریدونه د دولت پلوو ځواکونو چې په کې افغان ملي اردو او نړیوال ځواکونه هم شامل دي، له خوا تر سره شوي دي. په ۲۰۱۱ کال کې د دغه شان بریدونو په پایله کې ۱‍۱۰ تنه ماشومان وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپیان دي.»

متحده ایالات د افغان ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره د هوایي عملیاتو په ترسره کولو کې مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو ویاندې ویکتوریا نولند، په خپل رپوټ کې ویلي دي چې ملګرو ملتونو له متحده ایالاتو څخه غوښتي دي چې په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې په پایله کې یې د ماشومانو په ګډون د ملکي افغانو د وژنې پېښې رامنځ ته نه شي.

په همدې حال کې د بشري حقونو سازمانونو د ملګرو ملتونو خپور شوی رپوټ تأیید کړی دی او له متحده ایالاتو څخه یې غوښتي دي چې د دغه وژنو د مخنیوي له پاره په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.

جان برینن، د امریکا د استخباراتي ادارې مشري ته د اوباما د خوښې نوماند دی.
جان برینن، د امریکا د استخباراتي ادارې مشري ته د اوباما د خوښې نوماند دی.انځور: Reuters