1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه دافغانستان څخه خپل په سوو کارکونکي باسي

۱۳۸۸ آبان ۱۴, پنجشنبه

په کابل کښي د ملګرو ملتو پر ميلمستون باندي يوه اونۍ وروسته دغه مؤسسه غواړي ،دافغانستان څخه په مؤقتي ډول خپل600کار کونکي وباسي ، اوزيادتره يې د هيواد څخه دباندی امنو ځايو کښي ځای پر ځای کي

https://p.dw.com/p/KOwL
په کابل کي دملګروملتو نماينده کای آيده
په کابل کي دملګروملتو نماينده کای آيدهانځور: AP

په کابل کي دملګروملتو دموسسي وياند حليم صديقي ويلي دي چي دملګرو ملتو ترنيمايي اضافه ،خصوصأ خارجي کارکونکو انتقال به څو اونۍ دوام وکي .

د ملګرو ملتودغه اقدام د لويديز دپاره يوه ضربه ده ،چه غواړي دافغانستان په جنوب کښي امنيت راولي . داکتوبر پر 28 په کابل کي دملګرو ملتووداوسيدونکو په میلمستون باندي ديوه ګوزار له کبله ددغي موسسې 5 کارکونکي وژل سوي وه .

د رويتر آژانس د يوه نني رپوټ له مخې ملگرو ملتونو همدا نن د پنجشنبې په ورځ ويلي دي، چې غواړي له افغانستان څخه خپل په سلهاوو کارمندان د لنډ وخت د پاره وباسي، او دا ځکه چې په هېواد کې حالات د ډاډ وړ نه دي، يو داسې عمل چې د هغه هېواد د ثبات په لاره کې لويديزوالو ته سخته ضربه گڼل کېدلی شي .

د ملگرو ملتونو وياند حليم صديق څرگنده کړې، چې نړيواله ټولنه به د 1100کارمندانو د جملې څخه څه ناڅه 600 تنه يا د افغانستان خوندي سيمو ته وليږي او يا به يې د هېواد څخه دباندي چېری واستوي.

يوه اونۍ وروسته تر هغه، چې په کابل کې د ملگرو ملتو پر مېلمستون باندي وسله واله حمله وشوه ،او پنځه تنه خارجيان يې ورڅخه ووژل، دا حرکت، په افغانستان کې د ياغيانو پر ضد د امريکې د متحده ايالتونو د مشر بارک اوباما هغه جنگي ستراتېژۍ ته هم يو گذار دئ، چې غواړي افغانستان ته د نورو اضافي پوځيانو تر څنگ ملکي مرستندويان هم واستوي .

اوباما ښايي په څو راتلونکو اونيو کې دا پرېکړه وکوي، چې آيا افغانستان ته د زرگونو اضافي سرتېرو د لېږلو په هکله د خپل قوماندان مک کرستل يوه غوښتنه ومني او که نه . بيله هغه خو هم د اوبا له منځ ته راتگ راهيسې په افغانستان کې د امريکې ځواکونه دوه چنده شويدي .

ملگرو ملتو دا ډاډ هم ورکړی، چې د دوی وتل به په افغانستان کې د دوی کاروته کوم تاوان نه رسوي . وياند صديق زياته کړې : دا زموږ وظيفه ده، چي په افغانستان کې خپلو ټولو فعاليتونو ته دوام ورکړو . مگر د تېرو اونيو پېښو ته په کتلو سره، موږ مجبوره يو داسي تدبيرونه ولټوو، چې هم خپلو پروگرامونو ته دوام ورکولای شو، او هم خپل کارمندان دخطر څخه وساتو.

ملگري ملتونه له نېمې پېړۍ راپديخوا په افغانستان کې دي، او موږ اوس نه ځينی ځو. افغانان زموږ څخه هيله لري، چې پاته شو.

د ملگرو ملتونو په يوه اعلاميه کې راغلي دي ، چې د خپلو تدبيرونو تفصيل به نه په ډاگه کوي او زياتوي : په نظر کې نيول شوې، چې ځينې کارمندان به د لنډ وخت د پاره بېځايه کيږي، په داسې حال کې چي امنيتي تدبيرونه هم نيول کيږي .

سږ کال د افغانستان د انتخاباتو په سرشته کولو کې ملگرو ملتو يو تر نيوکو لاندې راتلونکی رول لوبولی ،او د هغه نورو څانگو له UNICEF روغتيايي، روزنيز او داسې نور پروگرامونه پرمخ بېول .

د تېرې اونۍ په يرغل کې د طالبانو ځان وژونکو گذار کوونکو، چاودېدونکي واسکټ د څارندويو تر درېشيو لاندې آغوستي وو، او د ملگرو ملتو مېلمستون ته ورننوتل، پنځه تنه يې ورڅخه وويشتل او په گڼ شمېر نړيوالو نمايندگيو کې د غور او تدبيرونو سبب شول .

د نوومبر د مياشتې 7 ورځي ته په نظر کې نيول شوې، دوهم واري اولسمشريزه ټاکنې هغه وخت له منځه يووړل شوې، کله چې د جمهورريس حامد کرزي سيال عبداله عبداله په انتخاباتو کې د بيا درغليو د احتمال په خاطر ځان شا ته کړ.

دې ټاکنو د هغو لويديزو هېوادونو په وړاندې د حامد کرزي دريځ راټيټ کړ، کوم چې په افغانستان کې عسکر لري ،او حتی د امريکې مشر بارک اوباما ته يې د زياتو عسکرو د استولو پرېکړه مشکله کړې ده .

د امريکې لوی درستيز سمندري ادميرال مايک مولين ويلي دي، اوس حامد کرزي ته په کار دي چې شوکې او اختلاس د له منځه وړلو په خاطر اوچت گامونه پورته کړي.

په افغانستان کې نن سبا 110000 بهرني عسکر پراته دي، چې دوه پر درې برخه ورڅخه امريکايان دي .

Dpa/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري