1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه د افغان کډوالو په اړه خپله ستراتیژۍ لویه اشتباه ګڼي

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملکرو ملتونو د کډوالو د ادارې «UNHCR» مشر د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان لپاره د دغې ادارې ستراتیژۍ تر اوسه پورې د UNHCR تر ټولو لویه اشتباه ده.

https://p.dw.com/p/13a0t
د ژمې رارسیدو سره د افغان کډوالو ستونزې لا په سې ډیرې شوي دي
د ژمې رارسیدو سره د افغان کډوالو ستونزې لا په سې ډیرې شوي ديانځور: AP

د افغانستان څلورمه برخه نفوس هغه کډوال جوړوي چې د ایران او پاکستان څخه دغه هیواد ته ستانه شوي دي. د دغو ستنو شوو کډوالو ډیره برخه اوس یا خو کورونه نه لري او یا خو هم په ډیر سختو شرایطو کې ژوند تیروي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان استازی، پیتر نیکولاس، د سه شنبې په ورځ وویل چې نړیواله ټولنه له افغان کډوالو سره په مرسته کې پاتې راغلي ده.

د ملګرو ملتونو د دغه چارواکې په حواله د ۲۰۰۲ کال څخه را په دېخوا له ستنو شوو افغان کډوالو سره بنیادي مرستې نه دي تر سره شوي. هغه زیاته کړه چې کډوالو ته باید د عاید سرچینې جوړې شي او باید ورته د کار امکانات برابرې شي.

د راروان کال په اپریل میاشتې کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون د کډوالو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر دغه خبرې کابل کې ځینو کډوالو ته د مرستو د ویشلو پر مهال د مرستو په یوه مرکز کې وکړي. د کډوالو اداره به په روان ژمې کې له ۲۰۰۰۰۰ افغان کډوالو سره مرستې ترسره کړي.

د مرستو دغه مرکز ته له بیلابیلو سیمو څخه کډوال راغلي ول. هغوی هغه پاڼې په لاسونو کې درلودې چې ښودل یې دوی د مرستو د ترلاسه کولو مستحق دي.

د راغلو کسانو په ډله کې یوه هم ۵۶ کلنه پروین وه. هغې وویل چې میړه یې ناروغ دی او مرستو ته ډیره سخته اړتیا لري:

«موږ په یوه ویجاړ کور کې ژوند کوو. زوی مې کار کوي خو موږ اوس هم د خوړلو لپاره کافي ډوډۍ نه لرو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره له هغو کسانو سره چې له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته ستنیږي ۱۵۰ ډالړه نقدي مرسته کوي. اوس هم درې میلیونه افغانان د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کوي. د کار، سر پناه، امنیت او نورو امکانات نه شتون افغانستان ته د کډوالو ستنیدل له ستونزو سره مخامخ کوي.

د دغو ستونزو سربیره هم د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په خبره په روان کال کې ۶۶۵۰۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي. نیکولاس د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان څلورمه برخه اوسیدونکې ګډوال دي. هغه زیاته کړه چې دغه موضوع په د کډوالو په اړه په راتلونکې کنفرانس کې مطرح کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم