1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: د پاکستان سره دي ۴۶۰ ميليونه ډالره مرسته وسي

۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستو سمونوال جان هولمز د ملګرو ملتونو پر غړو هيوادنو د پاکستان سره د مرستي ږغ کړی دی.

https://p.dw.com/p/OltY
«د سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکي کورونه نه لري او ځيني يې د خوراک په لټه کي په ورځو ورځو مزلونه کوي.»
«د سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکي کورونه نه لري او ځيني يې د خوراک په لټه کي په ورځو ورځو مزلونه کوي.»انځور: DW

«موږ لا تر اوسه په دقيقه توګه نه پوهيږو چي څومره زيان رسېدلی او وران کاري سوي ده. خو داخبره څرګنده چې دا سيلابونه په پاکستان کي د اتيا کلولو راهيسې تر ټولو ورانکاري سيلابونه دي او په پاکستان يې بې حده ډير ويجاړ کړې دې.»

ددې ناورين له امله په پاکستان کې څوارلس مليونو انسانان اغيزمن شوي دي.

هولمز وويل چې د اغيزمنو نيمايې برخه د ژوندي پاته کيدو لپاره سمدلاسه مرستې ته اړتيا لري. دوﺉ کورونه نه لري او ځيني يې د خوراک په لټه کي په ورځو ورځو مزلونه کوي.

پر دې سربيره د اوبا د ناروغۍ د خپرېدو خطر هم ډير زيات دي. له همدې امله ملګري ملتونه پر غړي هيوادونو ږغ کوي چي ژر تر ژره بايد د پاکستان سره 460 مليونو دالره مرسته وسي.

دپاکستان سره تر اوسه د 150 مليونو ډالرو د مرستې ژمنه شوي ده. او نور ډيرو غړو هيوادونو هم مرستې ته چمتو ښودلې دي.

په ملګرو ملتونو کې دآلمان استازي ميګويل بيرګر په نيويارک کې وويل چې آلمان هم خپله مرسته ديارلسو مليونو ډالرو ته لوړه کړيده.

هولمز يو ځل بيا په دې خبره ټنګار وکړ چې په پاکستان کې د ناورين پايې لا نه تر سترګو کيږي. سيلابونه اوس د سند د ولايت جنوبې سيمو ته رسيدلې دي او موسمي بارانونه لا هم وريږي. نو لا د مليونون نورو انسانانو د اغيزمنېدل شوني دي. په هيواد کې د تيارو فصلونو د تباه کيدو، د څاروو د مړه کيدو او د سرکونو او پلو د ورانيدو له امله دلته د اوږد مهاله مرستې اړتيا ده. هولمز وويل چې د چندې لپاره د غوښتنه به څلو اوونۍ ورسته يو ځلي بيا هم وکړاي شي.

Bodewein, Lena/ برېښنا صابر

کتونکی: زيارمل