1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه غواړي سوریې ته څارونکي ډله واستوي

۱۳۹۱ فروردین ۲۵, جمعه
https://p.dw.com/p/14dVA

نن په نیویارک کي پر هغه مسودې خبري کيږي چي له مخي ئې په سوريه کي د اوربند د څارني په موخه دغه هیواد ته د یوه څارونکي کمېسیون د استولو پر خبره غور وشي. پردې سربیره له مشق څخه د کوفي عنان د شپږ ټکي پلان په بشپړه توګه د عملي کولو غوښتنه هم باید وشي. روسیه او چین چي د سوریې پر وړاندي ئې د مخکنیو قراردادونو مخه نیولې وه، اوس ئې د قرارداد د ملاتړ اشاره کړې ده. د کوفي عنان په حواله د پنجشنبې له سهار څخه پلي شوی اوربند اوس هم ټينګ دئ. خو له یو څو ځایونو څخه د زور زیاتي په هلکه رپوټونه ورکړل شوي دي. په دې ترڅ کي اپوزیسیون هم د نویو مظاهرو ږغ کړی دئ.