1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه مضايا ته لاره غواړي

۱۳۹۴ دی ۲۶, شنبه

د سوريې ښارونه په مياشتو مياشتو کلابند دي، چې لوږه هم د جګړې وسيله ګرځېدلې ده. ملګري ملتونه اوس په ښکېلو اړخونو باندې غږ کوي چې د مرستو کاروانونو ته دې لاره ورکړي.

https://p.dw.com/p/1HecS
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Badawi

د ملګرو ملتونو له ماشومانو سره د مرستې د سازمان (يونيسف) د سترګو مخکې شپاړس کلن علي د لوږې له کبله مړ شو. د دغه زلمي زړه هغه مهال ودرېد چې يوې ډاکټرې يې معاينه کوله. دغه خبره د سوريې له پاره د يونيسف استازې، حنا سينګر، د تليفون له لارې د فرانسې خبري اژانس ته وکړه. د علي خپلوان هم د هلک د مړينې پر مهال حاضر ول. سينګر وايي چې «هغوی نور وير نه شو ښکاره کولای او ډېر ورو او بې له غږه يې ژړا کوله.» په مضايا ښار کې د دسمبر مياشتې د پيل راهيسې ۳۰ انسانان د لوږې له لاسه مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو سمدلاسه مضايا او نورو محاصره شويو ښارونو ته لاره غوښتې ده د دې له پاره چې بشري مرستي وکړي. د ملګرو ملتونو کارپوهې، کيونګ واکانګ، په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په بېړنۍ ناسته کې وويل چې «د دې له پاره نه دليل، نه توجيه او نه معافيٍ وجود لري چې له اړمنو کسانو سره دې د مرستو مخه ونيول شي.» هغې د ښارونو محاصره کېدل يو «بربري تاکتيک» وباله.

د مضايا ښار، چې د لبنان پولې ته څېرمه په غرونو کې پروت دی، له شپږو ميشاتو راهيسې د ولسمشر، بشار الاسد، د پوځ له خوا محاصره شوی دی. د اسد ځواکونو د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې د ۱۸۰ زره اوسېدونکو لرونکی دغه ښار، کلابنده کړی دی. تروريستي سازمان «اسلامي دولت» سربېره پر دې ۲۰۰ زره نور انسانان هم محاصره کړي دي او د ياغيانو ډلو هم د اټکل له مخې ۱۲۰۰۰ انسانانو ته لارې بندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، بانکي مون، په سوريه کې لوږې ته د په لکونو انسانانو اړ ايستنه جنګي جنايت بللی دی. د ملګرو ملتونو کارکوونکې، کيونګ دغسې کړنې «د نړیوالو قوانينو څخه سترې سرغړونې» بللې دي، چې بايد «سمدلاسه» پای ومومي. په مضايا کې د لوږې د ناورين له کبله ملګرو ملتونو سيمې ته يو ګرځنده کلينيک او د ډاکټرانو يوه ډله استولې ده. دغه کلينيک د روغتيا د نړيوال سازمان او د سوريې د سرې مياشتې له خوا چلول کيږي.

د دوشنبې په ورځ په لومړي ځل د مرستو يو کاروان د مضايا لوږې ځپلو انسانانو ته ورورسېد. په دغه سيمه کې ياغيانو د فوعه او کفريا په نوم ښارونه کلابند کړي دي. د پنجشنبې په ورځ يو بل مرستندوی کاروان له خوراکي موادو او دارو درملو سره مضايا ته ورغی چې ټاکل شوې ده نورې مرستې به هم پر له پسې دوام ولري.