1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: هره شپه يو مليارد انسانان وږي بيديږي

۱۳۸۹ شهریور ۲۸, یکشنبه

دا داسي يو عدد ندی چي ملګري ملتونه دي په هغه باندي فخر وکي. خو سربيره پرهغه د لوږي سره د مبارزې په خاطر د زرمي هدفو ته د رسيدو وسطي بيلانس چنداني خراب هم نه ښکاري.

https://p.dw.com/p/PG2l
«موږ اجازه نلرو ، چي خپله داخلي بودجه د غريبانو په تاوان پوره کو.»
«موږ اجازه نلرو ، چي خپله داخلي بودجه د غريبانو په تاوان پوره کو.»انځور: picture-alliance/dpa

که څه هم بين امللي اقتصادي بحران دغو هدفو ته رسيدل د مشکلاتو او خنډو سره مخامخ کړل ، ليکن د نړۍ د نفوس له مخي بيا وږي کسان راکم سوي دي.

د جهاني بانک او بين امللي وجهي صندوق IWF- د نوو اټکلونو پر اساس به ډير هيوادونه د زرمي هدفو ته ورسيږي. خو دغه خبره د ټولو هيوادو دپاره صدق نه کوي.

په جنوبي او شرقي آسيا، خصوصاً چين کښي د زرمي هدفو ته د رسيدو په لار کي پرمختګونه رامنځته سوي دي.

ځيني افريقايي هيوادونه هم کولای سي، د زرمي هدفو ته ورسيږي، خو سربيره پر دې د افريقا ګرده براعظم په مجموع کښي د مشکلاتو او خنډو سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون په نيويارک کي د لوږي سره د مبارزې په خاطرد سرمشريزي د شروع کيدو دمخه غوښتنه وکړه ، چي جرأت بايد د لاسه ورنه کول سي.

بين امللي اقتصادي بحران نبايد د مړو او صنعتي هيوادو دپاره ددې باعث سي، چي وعده ورکول سوي پيسې قطع يا ورباندي کمي سي.

«موږ اجازه نلرو ، چي خپله داخلي بودجه د غريبانو په تاوان پوره کو.»

د زرمي هدفونه داټاکل سوي وه، چي صنعتي هيوادونه د خپل ناخالص عايد ۰،۷ فيصده عايداتو څخه پرمختيايي کومکوته وقف کي.

دغه اندازه بايد هر کال لوړه سي، مثلاً سږکال هغه ۰،۵۱ فيصده وه. پداسي حال کښي چي بلجيم ، فنلنډ ، آيرلنډ او انګلستان دغه هدف ته رسيدلي دي، جرمني بيا د هغه څخه شاته پاته دی، او فقط ۰،۴ فيصده يې تاديه کړي دي.

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون وايي چي تر ټولو دمخه افريقا، مالي کومکو ته انتظار کوي او ۱۶ مليارډه ډالره وعده ورکول سوي پيسې لا ندي ورته تاديه سوي .

«دا ډير د خوابدۍ ځای دی ، چي هلته چي تر ټولو ضرورت او احتياج ډير دی، ورته تر ټولو لږ پيسې هم تاديه کيږي.»

خو بيا د پيسه ورکونکو او اخيستونکو هيوادو تر منځ پر دې خبره باندي جنجال دی ، چي آيا د پيسو د نه ورکولو خبره ده، اوکه د سياسي غوښتنو د نه عملي کولو خبره ، چي د زرمي ځيني هدفونه ندي تر لاسه سوي.

آژانسونه/ قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل