1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په ایران کې اعدامونه ډېر شوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

د ملګرو ملتونو یوه ځانګړي استازي ویلي دي چې تیر کال په ایران کې ۹۶۶ کسان اعدام شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې اوس مهاله په ایران کې ډېر خبریالان، بلاګران، فعالان او د اپوزیسیون غړي په زندانونو کې دي.

https://p.dw.com/p/1IBZT
Iran Vorbereitung öffentlicher Hinrichtung
انځور: picture-alliance/dpa/A. Taherkenareh

په ایران کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټ ورکوونکي احمد شاهد، د پنجشنبې په ورځ په ژنیو کې ویلي دي چې په ایران کې اعدامونه ډیر شوي دي. هغه په دې اړه د خپل رپوټ د وړاندې کولو پر مهال زیاته کړه چې په دې هیواد کې تیر کال اعدام شوي نیمایي کسان د مخدره توکو پوري تړلو جرمونو له کبله زندان ته استول شوي ول.

هغه ویلي دي: «د اعدام شویو کسانو زياته سلنه یې په مخدرو موادو پوري تړلو جرمونو له کبله په دې سزا محکوم شوي دي. د ایران د اوسنیو قوانینو له مخې که یو کس له ځان سره تر ۳۰ ګرامو ډیر هیرویین او یا هم کوکایین ولري، نو هغه په اعدام محکومیدای شي. په دې ترتیب سره نو ډیر سخت قوانین هم موجود دي.»

پر ایران باندې اکثره وخت، د مخدرو موادو په تړاو تورنو کسانو ته د اعدام سزا ورکولو له کبله نیوکې کیږي. دغه هیواد ډیر وخت هغه کسان چې مخدر مواد ولري خو کوم «له تاوتریخوالي ډګ بل جرم یې نه وي کړی» په اعدام محکوموي. دغه جرمونه په نړیوال کچه «تر ټولو جدي جرمونه» نه بلل کیږي.

د مالدیف د بهرنیو چارو پخوانی وزیر له څو کلونو راهیسې په ایران کې د بشري حقونو وضعیت څاري. خو ایران هیڅکله هم هغه ته دې هیواد ته د سفر کولو اجازه نه ده ورکړې.

ځینې اقدامات پخپله د ایران قوانین هم تر پښو لاندې کوي

شاهد ویلي دي چې اوس په سونو ژورناليستان، فعالان او د اپوزیسیون غړي د ایران په توقیف ځايونو او زندانونو کې وخت تیروي. هغه روښانه کړې ده چې د یران استخباراتي سازمان او سپاه پاسداران هم ډیر وخت د دغه هیواد قوانین تر پښو لاندې کوي: «زه اوس هم په یو کسیزو خونو او داسې ځایونو کې چې له بهر سره هیڅ ډول ارتباط نه لري، د زندانیانو د ساتلو، ربړونو، ناوړه چلن او وکیلانو ته نه لاسرسي په اړه رپوټونه ترلاسه کوم. پر دې سربیره په محکمو کې د رپړوني په پایله کې اخیستل شوی اقرار د ثبوت په توګه هم کارول کیږي. دغه ټولې موضوعګاني په واضیح توګه د ایران قوانین تر پښو لاندې کوي.»

د بشري حقونو سازمانونو رپوټونو په حواله په ۲۰۱۵م کال کې په ایران کي ۹۶۶ کسان اعدام شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴م کال کې په دې هیواد کې ۹۱ کسان اعدام شوي ول.

احمد شاهد، همداراز په ایران کې د ماشومانو د اعدامیدو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې ده. ویل شوي دي چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ ۱۶ ماشومان په ایران کې اعدام شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ایران سرحدي ځواکونو په ۲۰۱۵م کال کې ۳۶ او ۴۴ تر منځ داسې غیر وسله وال کسان چې له سرحد څخه په غیر قانوي توګه تیریدل ویشتلي دي.