1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جګړې کې د ماشومانو پر ضد تاوتریوالی زیات شوی»

۱۳۹۵ خرداد ۱۴, جمعه

د ملګرو ملتونو په یوه نوي رپوټ کې راغلي دي چې په جګړو کې د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي کچه په ۲۰۱۵ کال کې په ځانګړې توګه په افغانستان، سوریې، یمن، عراق، سومالیان او سویلي سوډان کې لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1Izly
انځور: picture alliance/Tone Koene

د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو او جګړو په اړه د پنجشنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې دې سازمان په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې تر بل هر وځت ډیر، د ماشومانو تلفات ثبت کړې دي. ملګري ملتونه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې د جګړو له کبله د ماشومانو رامنځ ته کیدونکي تلفات ثبتوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، په روپوټ کې ویلي دي چې په سوریې او یمن کې د ۲۵۰۰۰۰ وژل شویو کسانو په ډله کې په زرهاو ماشومان هم شامل دي.

ملګرو ملتونو همداراز په جګړې کې د ښکیلو اړخونو له خوا د ماشومانو په ګومارنه کې د ۲۰۱۴ کال په پرتله پنځه برابره لوړوالی هم تایید کړی ده. په رپوت کې راغلي دي چې په سومالیا کې د تنکیو ځوانانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل