1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه په میانمار کې د بشري فاجعې ویره لري

۱۳۹۶ شهریور ۱۲, یکشنبه

ملګرو ملتونو ویلي چې د شنبې په ورځ یوازې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ زره روهینګایان له میانمار څخه د بنګله دیش پر لور وتښتیدل. د بشري حقونو فعالو ډلو له میانمار څخه غوښتي چې سیمې ته د تلو اجازه ورکړي څو روښانه شي چې څخه پیښ شوي.

https://p.dw.com/p/2jHCr
Myanmar Flüchtlinge
انځور: picture alliance/AP Photo

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې یا UNHCR د شنبې په ورځ وویل چې یوازې په ۲۴ ساعتونو کې په سلهاو زره روهینګایان بنګله دیش ته رسیدلي دي چې په ګاونډي هیواد میانمار کې له تاوتریخوالي تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاندې ویوین تان، وویل: «د اګست میاشتې له ۲۵مې راهیسې کله چې تاوتریخوالی پیل شو، نزدې ۶۰ زره [روهنګیایان] بنګله دیش ته رسیدلي دي.»

تر دې مخکې د جمعې په ورځ ځایي چارواکو د رسیدلو کسانو شمیر تر دې ۲۰ زره لږ ښوولی وو.

د اګست میاشتې له ۲۵مې نیټې راهیسې په میانمار کې داسې مذهبي تاوتریخوالی روان دی چې په تیرو څو کلونو کې په دې هیواد کې سابقه نه لري. د دې هیواد پوځ او د روهنیګا مسلمانې لږکۍ یاغیان یو پر بل باندې د ډله ییزو وژنو او کلیو ته د اور ورته کولو تورونه لګوي.

دفاعي چارواکو ویلي دي چې د تاوتریخوالي له کبله تر اوسه پورې نزدې ۴۰۰ کسان وژل شوي دي چې ډیری یې یاغیان دي. پوځ پر روهنیګا یاغیانو باندې تور لګولی دی چې په زرهاو کورونو ته یې اور ورته کړی دی.

خو بنګله دیش ته رسیدلي روهنګیایي بې ځایه شوي بیا داسې کیسې کوي چې ښيي د میانمار پوځ کلیو ته اور ورته کړی او ډله ییزې وژنې یې ترسره کړي دي. د روهینګيا غړي په میانمار کې «نژداي لږکۍ اوسیدونکي» بلل کیږي او ډیر وخت ورته تابعيت نه ورکول کیږي.

حالات تر هغه چې فکر یې کیده ډیر خراب دي

د بشري حقونو د څار سازمان د شنبې په ورځ د میانمار پر حکومت باندې غږ وکړ څارونکو ته اجازه ورکړي چې زیانمنو شویو سیمو ته سفر وکړي ترڅو روښانه شي چې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو مسئولیت له چا سره دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مرستیال فیل رابرتسن، ویلي دي: «د ستلایت په واسطه اخیستل شوي نوي انځورونه ښيي چې د مسلمانانو یوه کلي ته په بشپړه توګه اور اچول شوی دی. له دې سره داسې اندیښنې پیدا شوي دي چې په شمالي راخین ایالت کې وضعیت ښايي تر هغه ډیر خراب وي چې پخوا یې فکر کیده.»

رابرتسن زیاته کړې ده: «دا د ۱۷ سوځیدلو ځایونو له ډلې څخه یوازې یو دی. له همدې کبله په سیمه کې خپلواکو څارونکو ته بیړنۍ اړتیا شته چې روښانه کړي چې په دې سیمه کې څه روان دي.»

له کله راهیسې چې تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی دی مرستندویه سازمونو د میانمار په راخین ایالت کې خپلې مرستې ځنډولې دي. په دغو سازمانونو کې د خوراکي موادو نړیوال سازمان یا WFP هم شامل دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ ګواښ وکړ چې که د میانمار پوځ مرستندویه سازمانونو ته د مرستو رسولو اجازه ور نه کړي نو یو بشري فاجعه رامنځ ته کیدای شي.