1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: چک جمهوریت کډوالو سره ناسم چلن کوي

ستار جهش/ آژانسونه۱۳۹۴ مهر ۳۰, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقوقو مشر د پنجشنبې په ورځ د چک جمهوریت چارواکي پر دې تورن کړل چې په سیستماتیک او تحقیر امیزه ډول کډوال توقیفوي تر څو هغوی دې هیواد ته د راتګ څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/1GsqI
انځور د ارشیف څخه
انځور: picture-alliance/dpa

د سلګونه زره کډوالو د راتګ څخه د مخنیوي له پاره په وروستیو میاشتو کې ځینو اروپایي هیوادونو بعضي اقدامات لاس لاندې نیولي دي. خو د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو کمیسار زید راد الحسن، ویلي دي چې د چک جمهوریت هغه یوازینی هیواد دی چې کډوال د ۴۰ او په ځینو قضیو کې د ۹۰ ورځو له پاره توقیف ځایونو ته اچوي.

زید الحسن د ماشومانو د حقوقو پر نقض اندیښنه ښيي او په یوې بیانیه کې وایي: «د مختلفه منابعو د معتبره رپوټونو له مخې د کډوالو د حقوقو نقض یو تصادفي او یا هم منزوي کار نه بلکه یو سیستماتیک بهیر دی.»

هغه زیاتوي: «داسي ښکاریږي چې دا ناسم چلن د چک جمهوریت د حکومت د پالیسيو یوه مهمه برخه ده چې هدف یي دې هیواد ته د کډوالو د راتګ او پاتې کیدو مخنیوی دی.»

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې تر اوسه له افغانستان، عراق او سوریي څخه له ۶۰۰ زرو څخه ډیرو کډوالو د سختو لارو وروسته ځانونه اروپا ته رسولي دي.

زید الحسن همدا راز وایي: «د دې کسانو څخه ډیر شمیر یې هغه کډوال دې چې په خپلو اصلي هیوادونو کې او تر چک جمهوریته پورې پر لاره ډیرو سختيو سره مخامخ شوي دي.» هغه زیاتوي: «نړیوال قانون په واضح ډول وایي چې د کډوالو بندي کول باید تر ټولو اخر اقدام وي. د ماشومانو توقیفول د دې له پاره چې هغوې او یا يي والدین کډوال دې په هیڅ صورت د توجیح وړ کار نه دی.»

Symbolbild Türkei Syrien Minderjährige Mädchen Flüchtlingslager
انځور د ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

زید وایي چې سره له دې چې ځینې کډوال تر محکمې وروسته له توقیف څخه خوشي شوي دي خو د چک جمهوریت لا هم د کډوالو توقیفولو ته ادامه ورکوي. هغه همداراز وایي چې ډیر شمیر کډوال نه شي کولی چې خپلې قضیې محکمې ته ورسوي ځکه چې هغوی د دې هیواد له قوانینو خبر نه دي او هغه رضا کاران چې غواړي له کډوالو سره مرسته وکړي نه شي کولی په آسانۍ سره توقیف ځایونو ته ننوځي.

د ملګرو ملتونو د بشری حقوقو کمیسار همدا راز د دې توقیف ځایونو پر حالت اندیښنه ښيي او وایي چې د «بلا جیزووا» توقیف ځاې په اړه د چک جمهوریت د عدلیي وزیر رابرت پیلیکان، خپله ویلي دي چې دا توقیف ځاې له زندان څخه هم خراب دی.

زید الحسن همدا راز د دې کمیسارې د مستقلې چارواکې انا ساباتوا، چې پر چک جمهوریت د نظر ساتنې دنده لري، رپوټ ته په اشارې سره وویل چې په ځینو حالاتو کې د ماشومانو په مخ کې د هغوې له مور او پلار سره ډیره تحقیروونکې رویه کیږي.

کله چې انا ساباتوا خپل رپوټ تکمیل کړ نو په هغه وخت کې په بیلا جیزووا توقیف ځاې کې ۴۰۰ بالغه کسانو او ۱۰۰ ماشومانو شتون درلود.

دا چارواکې همدا راز وایي چې معتبر رپوټونه دا هم ښیي چې چارواکې کډوال تلاشي کوي تر څو ترې هغه ۱۰ یورو ترلاسه کړي چې د توقیف په موده کې یي باید کډوال هره ورځ چارواکو ته ورکړي. زید وایي: «دا چې یو څوک د خپل توقیف له پاره پیسې ورکوي د غندنې وړ یو حقیقت دی.»

د چک جمهوریت د ولسمشر میلوس زیمان د اسلام ضد تعصب امیزه څرګندونو ته په اشارې سره زیدا الحسن دا هم وویل چې د کډوالو پر وړاندي د بریدونو ډیرښت سره د کډوالو توقیف هم یوه د اندیښنې وړ خبره ده.