1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګری ملتونه د اسرائیلې ودانیو په اړه بې طرفه پلټنې کوي

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه
https://p.dw.com/p/14PiE

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د لومړي ځل له پاره د اسرائیلی ودانیو په اړه د یوه پرېکړه لیک تر صادرولو وروسته د یوې بې طرفې نړیوالې پلټنې له پاره لاره هواره کړې ده.

د دغه پرېکړه لیک وړاندیز پاکستان او فلسطین کړی وو او ورته په ژنیو کې رایې ورکړل شوې. د دې پریکړه لپک په اړه رای اچونه کې د ۴۷ برخه والو له ډلې څخه ۳۶ تنو ئې پریکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې.

د دې پریکړه لیک له مخې به په لوېدیځ اردن کې، د فلسطینی اولس پر مدني ، سیاسي ، اقتصادی ، اجتماعی او کلتوري حقونو باندې د اسرائیلی ودانیو د جوړیدو اغېزه د یوه بېطرفه هیأت له خوا تر څېړنی لاندې ونیسي.