1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو افغانستان ته نوی استازی وټاکه

۱۳۹۰ آذر ۳, پنجشنبه

ملګرو ملتونو په افغانستان کي د خپل سياسي دفتر له پاره نوی ځانګړي استازی، د سلواکيا پخوانی د بهرنيو چارو وزير جان کيوبز، معرفي کړی دئ. دغه سلواکي ديپلومات د ملګرو متلونو په سازمان کي په بېلا بېلو پوستونو کي کار کړی.

https://p.dw.com/p/13GGq
چپ اړخ ته د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو نوی استازی جان کيوبز د مقدونيې د بهرنيو چارو له وزيره انتونيو ميلوسوسکي سره
چپ اړخ ته د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو نوی استازی جان کيوبز د مقدونيې د بهرنيو چارو له وزيره انتونيو ميلوسوسکي سرهانځور: Macedonian Information Agency

نوموړي ديپلومات به د سټيفن دي مستورا ځاي نيسي. په مسکو کي روزل سوی ياد ديپلومات به هڅه وکړي تر څو د دغه سازمان ماموريت ته لوری ورکړي او له افغان حکومت سره په روانو چارو کي لا زياته تخنيکي همغږي رامنځ ته کړي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو د اوسني استازي سټيفن دي مستورا ماموريت د روان کال د ډسمبر په وروستۍ ورځ پای ته رسيږي.

نوموړی وايي، چي د ده ماموريت د هغه په خپله غوښتنه پای ته رسيږي. ځکه دی يو شمېر کورنۍ ستونزي لري.

«دا دليل چي زه خپله دنده پريږدم، لاملونه يې کورني مسايل دي، زه له دغي دندي نه يم ستومانه، دلته ډير کار شوی او نور ډير کار ته اړتيا ده، د افغانستان خلک په دې ارزي چي ورته ډير کار وکړو. خو زه په دې باور يم چي د ملګرو ملتونوسازمان به يو تکړه او په کار پوه ديپلومات د دغي دندي له پاره وګماري ځکه افغانستان اوس له يوه حساس پړاو څخه تيريدونکی دئ».

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ اوسني مشر سټيفن ديمستورا دا هم وويل چي په ډسمبر کي دده د ماموريت د پای ته رسېدو سره به د افغانستان د حالاتو په اړه خپله مفصله شننه هم وړاندي کړي.

نوموړي تر دې دمخه په عراق کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي او له هغه دمخه د بالکان په هيوادونو کي دنده تر سره کړې وه.

هغه څه باندي يو نيم کال دمخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کي ای ډي پر ځای واستول شو.

د نوموړي د ماموريت په دموده کي افغانستان لانجمن پارلماني ټاکني هم تير کړل او پر ده هم تورونه ولګيدل چي گويا د ټکانو په پايلو کي يې لاس وهني کړي او ځيني کسان يې د افغانستان د قوانينو خلاف د سازمان په ملاتړ پارلمان ته ور پيژندلي دي. خو ده دغه ادعاوي رد کړي دي.

تر دې دمخه ۵۹کلن جان کيوبز د ۲۰۰۶کال څخه تر ۲۰۰۹کال پوري د سلواکيا د بهرنيو چارو وزير په توګه دنده تر سره کړې. وروسته بيا د اروپا له پاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمېټې اجراييوي کميشنر شو.

کيوبر دغه راز د اروپا په اتحاديه کي هم دنده تر سره کړې ده. کيوبز په پنځو ژبو خبري کوي او په مسکو کي يې سياسي زده کړي کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل