1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو د «بوکو حرام» يرغلونه غندلي دي

Ap,afp,dpa۱۳۹۳ دی ۳۰, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په اول وار د افراطي ډلي «بوکو حرام» يرغلونه غندلي دي. امنيت شورا خبرداری ورکړی دی، چې دغه ډله سیمي ته گواښ دی او له افريکايي هیوادونو څخه یې غوښتي دي چې پرضد يې جدي گامونو واخيسلت سي.

https://p.dw.com/p/1EN44

په نایجیر کې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۰مه) د یوې مهمي سیمه ییزي غونډي تر ترسره کیدو دمخه د ملگرو ملتونو امنیت شورا د افراطي ډلي بوکو حرام، پر ضد څرگندوني کړي دي.

د امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د امنیت شورا غوښتنه کوي چې بوکو حرام په عاجل او څرگند ډول ټولي دښمنۍ او د بشري حقونو او له نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړوني ختمي کړي، بې وسلې ا او له پوځي حالته عادي ژوند ته راوگرځي.» دا اول وار دی چې ملگرو ملتونو په رسمي توگه د دغي ترهگري ډلي اعمال غندلي دي.

دغي ترهگرې ډلي تیر کال د نړیوالو پام ځان ته هغه وخت راواړوه، چې په خپلو يرغلونو کې يې ډېرښت راوست او لمن یې تر گاونډیو هیوادونو پورې وغځوله.

د دغي ډلي له خوا تیرکال په نایجیریا کې د ښوونځي تر ۲۵۰ زياتي نجوني وتښتول شوې. د ملگرو ملتونو په بیانیه کې راغلي دي چې د دغي ډلي ځیني اعمال دي «په بشرضد جنایتونو» کې وشمیرل شي.

د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د بوکو حرام جنگیالیو د نایجیریا په شمال ختیځ باگا ښار کې نزدې ۲۰۰۰ انسانان قتل عام کړي دي. په دغه ښار کې یوه مهمه پوځي اډه هم شته.

په عین وخت کې د چاد هیواد، کاميرون او نایجیریا ته د دغي یاغي ډلي د ځپلو له پاره عسکر او تجهیزات لېږلي دي. تیره ورځ د کاميرون د پوځ ویاند ویلي ول چې د «بوکو حرام» ډلي شکمنو جنگیالیو د دغه هیواد په شمال کې پر ډیرو کلیو باندي بریدونه کړي دي.

د هغه په خبره برید کوونکو ۳۰ تنه لویان او۵۰ ماشومان چې عمرونه یې د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ دي تښتولي دي. د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د بوکو حرام، په سلونو جنگیالیو د کلیو پر اوسیدونکو باندي يرغلونه کړي دي. ويل شوي دي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې نزدې درې تنه وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې، د دغي وسله والي ډلي پر ضد مبارزه کې له نورو افریکایي هیوادونو څخه د یوه گڼ ملتيز ځواک د جوړیدو غوښتنه شوې ده.