1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو په ۲۰۱۴ کي د بشري ناروین گواښ کړی

مسعود جهش (AFP, dpa)۱۳۹۲ دی ۱۳, جمعه

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو مشرې واري اموس، په ۲۰۱۴ کال کې د یوه بې ساري نړیوال بشري ناورین د رامنځته کیدو گواښ وکړ. هغې پر مرستندویه هیوادونو باندې غږ وکړې چې له ملگرو ملتونو سره مالي مرستې وکړي.

https://p.dw.com/p/1Akg8
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو مشرې واري اموس
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو مشرې واري اموسانځور: Yasser al-zayyat/AFP/Getty Images

میرمن اموس د پنجشنبې په ورځ گواښ وکړ چې د ۲۰۱۴ کې په پیل کې په میلیونو انسانان د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې یا خو په خپلو هیوادونو کې بیځایه شوي دي او یا هم نورو هیوادونو ته تښتیدلې دي. هغې ټینگار وکړ چې دغه کسان له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

اموس په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: «۲۰۱۳ کال د نړیوال بشري سیستم له پاره یوه آزموینه وه. هیڅ تضمین نه شته چې ۲۰۱۴ کال دې توپیر ولري [چې ۲۰۱۴ کال دې تر ۲۰۱۳ کال ښه وي].»

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې وویل چې د سوریې درې کلنې کورنۍ جګړې او همداراز په فلیپین کې وروستي سمندري توفان په میلیونو انسانان مرستې ته اړ کړي دي. اموس روښانه کړه چې په جنوبي سوډان او د افریقا په مرکزي جمهوریت کې وروستیو تاوتریخوالیو د دغه سازمان د مرستو رسولو پروګرامونه په روان کال کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

اموس وویل: «دا روښانه ده چې په روان کال کې به ملگرو ملتونو او د هغه ملگرو سازمانونو ته تر بل هر وخت ډیره اړتیا وي.» هغې له دې سره پر نړیوالو مرستندیو سازمانونو باندې غږ وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې له هغو کسانو سره چې له ستونزو سره مخامخ دي مرستې وکړي.

یوازې په فلیپین کې شاوخوا ۱۴ میلیونه انسانان د ژوندي پاتې کیدو له پاره مرستو ته اړتیا لري. په دې هیواد کې په نومبر میاشت کې سخت سمندري توفان شوی وو. له بلې خوا بیا په سوریې کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دې سربیره په میلیونو نور انسانان په بیړنۍ توګه خوراکي موادو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري. اموس وویل چې د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله شاوخوا ۶.۵ میلیونه انسانان بې ځایه شوي دي او او ۲.۳ میلیونه نور بیا له دې هیواد څخه ګاونډیو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

اموس خبریالانو ته وویل: «موږ پر دې خبره باندې خپل ټینګار ته دوام ورکوو چې د سوریې کړکیچ ته باید یوه سیاسي حل لاره وموندل شي. هر ورځ چې تیریږي وضعیت لا پسې خرابیږي.»

د مرستو غوښتنه

د ۲۰۱۳ کال د وروستۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو پر مرستندویه هیوادونو باندې غږ وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې له دې سازمان سره ۱۲.۹ میلیارده ډالر مرستې وکړي ترڅو ملګري ملتونه وشي کولای په دې کال کې له هغو ۵۲ میلیونه انسانانو سره مرستې وکړي چې په ۱۷ هیوادونو کې ژوند کوي. اموس زیاته کړه چې اوس جنوبي سودان هم د هغو هیوادونو په نوملړ کې شامل شوی دی چې مرستو ته اړتیا لري.

اموس وویل چې پر جګړو او تاوتریخوالي سربیره خوراکي توکو ته نه لاسرسی د ۲۰۱۴ کال یوه بله لویه ننګونه ده. هغې روښانه کړه چې اوس په نړۍ کې ۶.۳ میلیونه انسانان د خوراکي توکو ثابتې سرچینې نه لري. د ملګرو ملتونو دغې چارواکي د افغانستان په ګډون د یو شمیر نورو هیوادونه یادونه وکړه چې د جګړو او بې ثباتي له کبله یې اوسیدونکي مرستو ته اړتیا لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب