1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: داعش په افغانستان کې د پرمختگ په حال کی دی

آژانسونه/ناصر۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

ملگرو ملتونو د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د«اسلامي دولت» ترهگره ډله په افغانستان کې د پرمختگ په حال کې ده او د طالبانو په ډله کې یې ورځ تر بلې پلویان ډیریږي. دغه ډله د افغانستان په ۲۵ کې د افرادو د استخدام په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/1Gdxg
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د «اسلامي دولت» ترهگره ډله چې په عراق او سوریې کې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري هڅه کوي په افغانستان کې هم خپلې پښې ټینگې کړي او په دې ډول طالبان د دوی تر تصرف لاندې سیمو کې له ننگونو سره مخامخ کړي.

د ملگرو ملتونو له خوا د القاعده شبکې پر فعالیتونو د څار څانگې رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو ویلي دي چې تر اوسه پورې ۱۰ سلنه طالبان د «اسلامي دولت» ډلې پلوي کوي.

رپوټ زیاتوي:« د هغو ډلو او اشخاصو شمیر چې په ښکاره ډول یې له «اسلامي دولت» ډلې سره بیعت کړی او یا یې ملاتړ کوي د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د ودی په حال کې دي.»

افغان سرچینو ویلي دي د «اسلامي دولت» د شعارونو او بیرغ یا هغه کسان چې له دغې ډلې څخه ملاتړ کوي نښې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې لیدل شوې دي.

د «اسلامي دولت» پلوي ډلو شمیر چې په منظم ډول پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او په عین حال کې د نورو یاغي ډلو پر وړاندی جنگړي ډیر کم دی، پرته له ننگرهار ولایت څخه چې هلته دوی د مخدره توکو د لارو د کنترول له پاره د طالبانو سره د جگړې په حال کې دي.

ملگرو ملتونو په خپل رپوټ کې د نورو مشهورو جگړه مارو تر څنگ له ملا عبدالرؤف خادم څخه یادونه کړی ده. ملا عبدالرؤف د ملا عمر مشاور وو چې په ۲۰۱۴ کال کې عراق تر خپل سفر وروسته یې په هلمند او فراه ولایتونو کې یوه خاصه ډله جوړه کړه. ویل کیږي چې ملا خادم په خپله ترهگره ډله کې د جنگیالیو د استخدام له پاره ډیرې زیاتې پیسې ورکوي. افغان امنیتي ځواکونو د روان کال په فروري میاشت کې د هغه د وژل کیدو خبر خپور کړی وو.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د پاکستان او او ازبکستان څخه یو شمیر بهرني جنگیالي چې له القاعدې شبکې سره نږدې اړیکي لري د« اسلامي دولت» تر بیرغ لاندی سره راټول شوې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د «اسلامي دولت» ډلې ۷۰ سلنه جنگیالي له عراق او سوریې څخه راغلي دي چې اوس په افغانستان کې د جهادیانو د هستې اصلي برخه تشکیلوي. رپوټ زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو مسئولین د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پرمختگ ته د« نیغ په نیغه گواښ» په سترگه نه گوري،بلکې دغه ډله د یو« نوي بلقوه خطر» په توگه تر نظر لاندی لري.

خو بې له شکه د«اسلامي دولت» ډلې پرمختگ د ملا عمر د مرگ خبر له افشا کیدو له امله د دغې ډلې په رهبرۍ کې تر رامنځته شوې بحران وروسته د طالبانو له پاره یوه لویه ننگونه ده.