1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: د افغانستان د جگړې دوام خلک په نشو روږد کړي دي

۱۳۸۹ تیر ۱, سه‌شنبه

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د پراختيايي ادارې UNDC د يو رپوټ د مخه شاوخوا 1,5 ميلونه انسانان په نشو اخته سوي دي...

https://p.dw.com/p/Nzh3
انځور: AP

رپوټ وايي: د افغانستان په سلوکي هر دريم غټ کس په ترياکو او هيريونو اخته سوي دي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخه په افغانستان کي د 2005 کال څخه را په دې خوا د لومړي ځل دپاره د معتادينو شمېر مخ پر ديرېدو دئ.

ددغي ادارې يو تن مامور هرات ته د خپل سفر پر مهال ويلي دي چي ددې جملې څخه يې 57000 يوازي په هرات ولايت کي دي. په دې ډله کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.

د کارپوهانو په خبره ډيری افغانان په کاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران کي د مهاجرت پر مهال په نشو روږد سوي دي.

داچي په افغانستان کي ورځ تر بلي د معتادينو ستونزه ډيريږي يو لامل يې دا هم دی، چي ددغه هيواد په هره کوڅه او بازار کي مخدره مواد ډير ارزانه تر لاسه کيږي

د ايران څخه راغلې ځوانه گل افروز چي، 25 کاله عمر لري هم د مهاجرت په وخت کي هلته په نشه يي توکو اخته سوې ده.

هغه وايي وطن په راتلو سره د نشه يې موادو د رانيولو د پاره د خپل کور ټول وسائيل و پلورل. د هغې په خبره لومړی يې خاوند په نشو روږد سو وروسته دا هم د ناروغۍ پر مهال د درد د تسکين دپاره د نشه يي موادو په اخستو سره په دې ناوړه توکو روږده سوه.

په هرات کي د مخدره موادو د مخنيوي د ادارې مسئولين وايي چي، په نشو د روږدو کسانو د درملني د پاره يې ډير داسي پلانونه تر لاس لاندي دي، چي د اعتياد ستونزي ورسره حل سي.

د هغوئ په خبره دولت ته يې د 8 کلنيکونو د جوړولو وړانديز کړئ دی، تر څو په هغه ولايت کي په نشو د روږدو کسانو درملنه پکښي وسي.

د کارپوهانو په خبره د معتادينو د پاره يوازي درملنه کفايت نه کوي، بلکي ددوئ دپاره بايد تر درملني وروسته د مصروفيت زمينه برابره سي.

دغه نوې احصائيه ښيي چي د امريکا متحده ايالاتو او نړيوالي ټولني د ملياردو ډالرو مرستو سره سره چي د افغانستان اقتصاد پر پښو ودروي،ترياکو او هروئينو د عادي افغانانو په ژوند کي خپلي ناولي لومي غزولي دي.

ځيني افغانان بيا وايي چي دوئ په دي وجه نشه يي توکو ته مخه کړې چي د جګړې دوام دهغوئ پر ژوند ناوړه رواني اغيزي کړي دي.

د ملګرو ملتو په رپوټ کي راغلي دي چي د افغانستان په ځينو برخو کي حتي ميندي خپلو ماشومانو ته ترياک ورکوي. د نړۍ په سلو کي 90 ترياک په افغانستان کي توليديږي.

شرفيار/ هرات

کتونکی. زيارمل