1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: د قرآن سوځوونکو ته باید سزا ورکړل شي

۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبه

ملگري ملتونو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په افغانستان کې د قرآن شریف د سوځولو مجرمانو ته باید سزا ورکړه شي، خو د نړیوالۍ ټولنۍ او د افغانانو د اړیکو پر ښه والي ئې ټینگار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/14Cfi

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي یان کوبیش، په کابل کې یوې خبري غونډي ته ویلي دي: « دې کار د افغانستان له خلکو او چارواکو سره زموږ د کار کولو پر ارادې کوم اغیز نه دئ کړی.»

هغه د قرآن شریف د سوځولو پیښه « له بده مرغه له تأسف او خفگان څخه ډکه پیښه» بللې ده. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې ملگري ملتونه تر څیړونو وروسته د « انظباطي اقدام » په هیله دي.

د نوموړي پیښې تر رامنځ ته کیدو وروسته په افغانستان کې لاریونونه د تاوتریخوالي په پیښو واوښتل. پر دې سربیره په کندز ولایت کې لاریون کوونکو د یوناما پر دفتر هم برید وکړ.

د ملګرو ملتونو سازمان له دې پيښې وروسته د کندز په ګډون له یو شمېر ولایتونو څخه خپل کارکوونکي و اېستل.

د افغانستان له پاره د دغه سازمان ځانګړي استازي یان کوبیش، په دغه خبري غونډه کې دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د امنیت په اړه اندیښمن دئ.

ښاغلي کوبیش زیاته کړې ده چې ملګري ملتونه یو بې پرې سازمان دئ او له افغانانو سره د همکارۍ په موخه فعالیت کوي.

هغه په دغه خبري غونډه کې وړاندي ویلي دي چې ولایتونو ته به تر هغوپوري خپل کارکوونکي ونه لیږي ترڅو چې په دې اړه څېړنې نه وي بشپړي شوي.

د کوبیش په خبره قرآن شریف ته د سپکاوي موضوع تر بشپړي څېړني وروسته به په کندز کې بیرته خپلي چاري پیل کړي.

د ملګروملتونو استازی زیاتوي چې په افغانستان کې بهرني پوځي ځواکونه هغه مهال د قران سوځوني د موضوع په اړه خپله ریښتینولي ثابتولای شي چې د دې پیښي تورن کسان محاکمه شي.

تر دې مخکي افغان ولسمشر هم د قرآن شریف د سوځولو مجرمینو ته د جزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسي حال کې ده چې ايساف خبر ورکړی دئ چې د قران کريم د سوځوني پېښي د څېړنو پايلې به په راتلونکې اوونۍ کې اعلان شي.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: سید ریاض