1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه د يوې ښې نړۍ له پاره کار کوي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۵, جمعه

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۰ کال کې د ځان له پاره ډیر لوړ اهداف وټاکل. دغه اهداف تر ۲۰۱۵ کاله پورې د نړۍ د بېوزلو کسانو په شمیر کې پنځوس سلنه کموالی راوستل او د HIV وایروس د خپریدو مخنیوی ول.

https://p.dw.com/p/19pR3
انځور: AP

دا چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د اجندا په سر کې کومي موضوعګاني شاملې دي، په دې اړه د نظر هیڅ اختلاف نه شته. د اسامبلۍ ټول ګډونوال په دې اړه سره په یوه خوله دي چې د سوریې جګړه او د ایران د اتومي وسلو د جوړولو احتمالي هڅې باید د غونډې د اجندا په سر کې وي. خو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ۱۹۳ هیوادونو استازي د دغو دوو موضوعګانو ترڅنګ غواړي پر یوې بلې ډیرې مهمې موضوع هم بحث وکړي چې هغه په ۲۰۰۰ کال کې د ټاکل شویو اهدافو په برخه کې پرمختګ دی.

په ۲۰۰۰ کال کې ملګرو ملتونو د نړۍ مخ پر ودې هیوادونو ته ځینې اهداف وټاکل چې پکې د نړۍ د بې وزلو کسانو پنځوس سلنه راکښته کول، د هر ماشوم له پاره د لومړنیو زده کړو د امکاناتو برابرول، تر پنځو کلونو د لږ عمر لرونکو ماشومانو د مړینې کچې راکښته کول او د هغو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راستلو وو چې پاکو اوبو ته لاسرسی لري. د دغو اهدافو د پروژو د تمویل په موخه پیسې باید له پرمختیایي مرستو څخه ترلاسه شوې وای.

تر اوسه پورې ډیر څه نه دي ترلاسه شوي

د ملگرو ملتونو د منشي مرستیال دیوید مالوني، د دغه اهدافو په برخه کې د پرمختگونو په اړه بیلا بیل نظرونه ورکړل. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې تر ۲۰۱۵ کال پورې ځینو ټاکل شویو اهدافو ته رسیدل ښايي ممکن نه وي، خو روښانه یې کړه چې یو شمیر ټاکل شوي هدفونه بیا لا وختي ترلاسه شوي دي. هغه په دې برخه کې له «سختې بیوزلۍ» سره د مبارزې په برخه کې بریا وو ته اشاره وکړه. هغه وویل چې اوس د هغو کسانو شمیر چې په یوه ورځ کې یوازې ۱.۲۵ ډالره په لاس راوړي، پنځوس سلنه راکم شوی دی.

په افريقا کي ډير خلک د ايډس له وژونکي ناروغۍ څخه کړيږي
په افريقا کي ډير خلک د ايډس له وژونکي ناروغۍ څخه کړيږيانځور: AP

خو مرستندویه سازمانونه بیا په دې اړه بل نظر لري. د نړیوالې لوږې مرستندویه سازمان مشر ولفگنگ یمن، وایي چې د بې وزلو کسانو په شمیر کې د کمښت د راتلو تر شا یو لوی لامل په اسیا کې اقتصادي وده ده. هغه روښانوي چې د نړۍ په نورو برخو کې اوس هم ډیر کسان له سختې بې وزلۍ سره مخامخ دي: «د افریقا په صحرا کې اوس هم وضعیت ډیر ډرامتیک دی. په دې سیمه کې د بېوزلو او بډایو کسانو تر منځ توپیر د ډیریدو په حال کې دی.»

یمن له یوې آلمانۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې اوس هم په نړۍ کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه کسان له لوږې سره مخامخ دي. دا د نړۍ د ټول نفوس یو پر اوومه برخه ده.

د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال همداراز روښانه کړه چې د HIV/AIDS له وایروس سره د مبارزې په برخه کې هم ډیر پرمختگونه شوي دي. ملگرو ملتونو په ۲۰۰۰ کال کې ویلي ول چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به په بشپړه توگه د HIV/AIDS د وایروس د خپریدو مخه ونیسي. که څه هم اوس د پخوا په پرتله لږ کسان په دغه وایروس اخته کیږي خو ښايي تر ۲۰۱۵ کاله په بشپړه توگه د هغه د خپریدو مخنیوی ممکن نه وي.

دیوید مالوني دا خبره مني چې د زده کړې په برخه کې باید اوس هم ډیر کارونه وشی، خو هغه وایي چې ملگري ملتونه په دې مورد کې هم پر سم لوري روان دي. اوس د نړۍ اکثریت ماشومان ښوونځیو ته ځي، خو بیا هم ۶۰ میلیونه ماشومان د زده کړې له نعمت څخه بې برخې دي.

دغه چارواکي وویل چې په راتلونکې کې باید یوازې لومړنیو زده کړو ته پر لاسرسي باندې ټینگار ونه شي، بلکې د هغه په خبره باید د زده کړو کیفیت ته هم ډیره توجه وشي.

د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې ټاکل شوی هدف ترلاسه شوی

په ۲۰۰۰ کال کې یو ډیر مهم ټاکل شوی هدف د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي د کچې لوړول وو. اوس په نړۍ کې تر شپږ میلیاردو ډیر کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. دغه شمیر په ۱۹۹۰ کال کې یوازې دوه میلیارده وو. دغه بريا تر ډيره حده پورې په اسیا کې په پرمختگ پورې تړوا لري. په تیرو کلونو کې په اسیا کې لوي او واړه ښارونه په نسبې ډول پرمخ ولاړل او له همدې کبله لا ډیرو کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.