1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه د یمن په هکله ځانگړې غونډه کوي

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ فروردین ۲, یکشنبه

د یمن وروستۍ پيښې نړیواله ټولنه دې ته مجبوره کړه چې یوه ځانگړې غونډه پلان کړي. ملگرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه د یوې ځانگړې غوندې له پاره وربللي دي، څو په یمن کې د وینې تویدنې د مخنیوي له پاره یو گډ تصمیم ونیسي.

https://p.dw.com/p/1Ev8o
انځور: picture-alliance/photoshot

د «اسلامي دولت» ډلې IS په یمن کې د وروستي خونړي برید مسئولیت پر غاړه اخیستې دی. دا په داسي حال کي چي تر اوسه پورې د القاعدې ترهگره ډله په دغه هیواد کې یوه خطرناکه ترهگره ډله بلل کیده. له شعیه مذهبه حوثي یاغیانو سره د قدرت پر سر جگړې دغه هیواد له یو ژور بحران سره مخامخ کړی دی.


په یمن کې مخ پر ډیریدونکي کړکیچ ته په کتلو سره ملگرو ملتونو په ډیر لنډ وخت کې یعنې د یکشنبې ورځې ماښام (۲۰۰۱۵م کال د مارچ ۲۲ نېټه) په ۸ بجو دغه غونډه وربللې ده. اردن له ملگرو ملتونو څخه د دغې ځانگړې غونډې غوښتنه کړی وه. همدارنگه د یمن ولسمشر عبد ربه منصور الهادي هم په نیویارک کې د یوې مشورتي غونډې د جوړیدو وړاندیز کړی وو.


د ملگرو ملتونو د امینت شورا په عادي حالاتو کې د اونۍ په پای کې داسې کومه ځانگړې غونډه نه کوي، خو یوازی په خاصو وختونو کې. د دغې غونډې ډیره برخه به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي. خو په دغه غونډه کې و یوې موافقې ته د رسیدو تمه نه کیږي.

له فرار وروسته لومړنۍ وینا

په همدې منځ کې امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې په پام کې لري له دغه هیواد څخه خپل پاتي دیپلوماتان(د سفارت کارکونکي) وباسي. د یمن په جومات کې د اسلامي دولت ډلي د ملیشه و تر برید وروسته دغه هیواد د یوې خونړۍ کورنۍ جگړې پر لور روان دی.

ولسمشر عبد ربه منصور هادي د یمن له پلازمېنه «صنعا» څخه تر تیښتې وروسته په خپل لومړني تلویزوني وینا کې له حوثي یاغیانو سره د جگړې له پاره امادگي وښودله. نوموړي وویل:« د یمن خلک (که هغه شعیه وي او که سني) له حوثي یاغیانو څخه د ایران ملاتړ نه مني».

یمن به د لازیاتو کړکیچونو سره مخامخ شي

د هغه تر ټولو خرابې ترهگریزې پيښې په ترڅ کې چې په صنعا کې یې ساری نه وو لیدل شوې، ۱۴۲ تنه مړه او ۳۵۱ تنه ټپیان شول. دغه پيښې چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵م د مارچ ۲۰ نېټه) د حوثي شعیه مذهبو په دوو جوماتونو کې رامنځته شوې، څلور تنو ځانمرگي بریدگرو له ځان پوري تړلي چاودیدونکو موادو ته چاودونه ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې د IS یا« اسلامي دولت» سني ډله په یمن کې د دغو پيښو مسئولیت په غاړه اخلي. دغې ډلې په خپلې یوې اعلامیې په ترڅ کې لیکلي دي چې« دا یوازی د واورو د غره یوه څوکه ده» یعنې دا خو یې لا پيل دی. د اسلامي «دولت جهادي» ډله حوثي ملیشه بې دینه بولي.


دغه بریدونه په نړیواله کچه غندل شوې دي. ایران هم دغه بریدونه غندلي چې گمان کیږي د منصور هادي پر وړاندي د حوثي ملیشه وو ملاتړ کوي. د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي هم دغه ترهگریز برید غندې او دا یې یو بزدلانه عمل بللی.