1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه له سورې څخه وځي

۱۳۹۱ آذر ۱۴, سه‌شنبه

په سوريه کي د کړکېچ د دوام په خاطر ملگري ملتون خپل ډير کارکونکي له دغه هیواده باسي. اروپايي ټولنه هم په دغه هیواد کي خپل ديپلوماتيک حضور کموي.

https://p.dw.com/p/16vGk
انځور: picture-alliance/dpa

ملگرو ملتونو په سوريه کي خپل فعاليتونه ځنډولي دي. په نيويارک کي د دغه سازمان وياند مارتين نيسرکي، وويل: «اوس لازمه نه ده چي کارکوونکي هلته په خرابو امنیتي شرايطو کي کار وکړي.»

اروپايي ټولنه هم غواړي چي په دمشق کي خپل ديپلوماتيک حضور ډير کم کړي. د دغي ټولني د بهرني سياست د رئيسې کاترين اشتون، يوه وياند په بروکسل کي ويلي دي، چي د سوريې په پلازمېنه دمشق کي د «امنيتي دلايلو» له کبله د دغي ټولني د کارکوونکو شمېر«وروستۍ درجې ته راکښته کيږي»

له سوريې څخه د ملگرو ملتونو د کارکوونکو د راايستلو اعلان په داسي وخت کي کيږي، چي څو ورځي د مخه د دغه سازمان د موټرو دوه کاروانونه د دمشق ښار او هوايي ډگر تر منځ د لاري په اوږدو کي تر وسله وال يرغل لاندي راغلل او د دغه سازمان دوه تنه اطريشي شنې خولۍ سرتيري ټپيان سول.

د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو د مرستو د همږغي کولو مسئوله رادهووانه نويسر، ويلي دي، چي په دغه هيواد کي امنيتي حالت ډير خراب سوی دئ. ملگري ملتونه په سوريه کي نزدې ۱۰۰۰ تنه بهرني او ځايي کارکوونکي لري.

د کيمياوي وسلو د استعمال ويره

په سوريه کي بې ثباتۍ ته په کتو سره په دغه هیواد کي د کيمياوي وسلو د استعمال ويره ډيره سوې ده. د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، بشارالاسد ته خبرداری ورکړی دئ، چي د مخالفينو پرضد د هرډول کيمياوي وسلو استعمال به د منلو نه وي او ډيري ناوړي پايلي به ولري.

اوباما په واشنگټن کي ويلي دي، چي اسد بايد په دې پوه وي چي د هرڅه جواب بايد ورکړي.

تردې مخکي دې ته ورته خبري د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن هم کړي وې او ويلي ئې وه، چي د کيمياوي وسلو استعمال به د «امريکا له پاره تر سرې ليکي تيرېدل وي.»

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي ول، چي «هيڅکله به د خلکو پروړاندي له دغه ډول وسلو څخه کار وانه خيستل سي.» ويل کيږي چي سوريه د کيمياوي وسلو ستره زيرمه لري.

نيويارک ټايمز ورځپاڼي ليکلي دي، چي په امريکا او اروپا کي هغه مهال د سوريې د کيمياوي وسلو په اړه انديښنې ډيري سوې، چي په دغه هيواد کي ئې شتون باوري سو. ورځپاڼي د يوه امريکايي چارواکي په حواله ليکلي دي، له «فعاليته» داسي ښکاري چي د کيمياوي وسلو استعمال ته تياری نيول کيږي.

ناټو غواړي د «پاتريوت» ماموريت تصويب کړي

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په لومړي ځل په ترکيه کي ويلي دي، چي د سوريې د رهبرۍ او سوريې چي روسيه يې په نړيواله صحنه کي اصلي ملگرې ده، تر منځ بايد توپير وسي. هغه وويل، چي روسيه د اسد د رژيم «وکيله» نه ده. د مسکو اندېښنه د سوريې د راتلونکې په اړه ده. مسکو د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د اسد پرضد د گډ نړيوال اقدام مخالفت کړی.

په ترکيه کي د ناټو له خوا د «پاتريوت» په نوم د توغنديو د دفاعي سيسم له جوړولو سره پوتين مخالف دی او وايي چي دا «اشتباه ده». په پلان کي ده چي ناټو به د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر ۴) په ترکيه کي له سوريې سره په سرحد کي د توغنديو د دفاع په خاطر د پاتريوت سيستم د درولو پریکړه وکړي.

د ترکيې د NTV تلويزيوني شبکې په خبره دغه ماموريت به آلماني او هالنډي سرتيري ترسره کوي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم