1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: پر دمشق دي فشار ډير سي

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14W6W

د سوريې له پاره د نړيوال گروپ په نوم ډله غواړي چي پر دمشق باندي فشار زيات کړي تر څو تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېږدي. د ترکيې په استانبول کي د سوريې د ملگرو په نوم ډلي د غونډي گډون والو غوښتنه کړې ده چي سوريې ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ د ځانگړي استازي کوفي عنان د سولي پلان دي پلي سي.

ويل سوي دي چي د دغي ډلي يوه کاري ډلگۍ به پر سوريې باندي د نوو بنديزونو د لگولو پر وړانديزونو باندي کار پېل کړي. د ترکيې لومړي وزير رجب طيپ اردوغان وويل چي که د سوريې ولسمشر بشارالاسد هڅه کوي چي په بېلوبېلو تاکتيکونو وخت وگټي نو بايد د دې مخه ونيول سي.

د نوموړي په وينا که د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په دې ترځ کي په يوه ږغ نه سي نو بېله دې چي د سوريې د حکومت د مخالفينو سره مستقيمه مرسته وسي، بله لاره نسته. ددې دمخه ترکيې په دې هکله زگنال ورکړی وو چي د بشارالاسد مخالفينو ته د وسلو ورکولو مخالفت به نه کوي.