1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په سوریه کې زورزیاتي روانه ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۵, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14jzt

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د اوربند په اړه پر تفاهم سربېره بیا هم په سوریې کې له بشري حقونو څخه سخته سرغړونه کیږي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي معاون لین پاسکو، په نیویارک کې د امنیت په شورا کې وویل چې د اوربند پر اساس څوک په بشپړله توگه عمل نه کوي. د هغه په خبره حکومت له ښارونو څخه درنې وسلې نه دي راټولي کړي.

همدارنګه په سوریې کې فعالینو هم د زورزیاتیو له پېښو څخه خبر ورکړی دئ. په لندن کې د سوریې له پاره د بشري حقونو ادارې خبر ورکړی دئ چې په سوریې کې د ملګرو ملتونو د څارونکو تر ورتګ یوه ورځ وروسته د جمهور رئیس بشارلاسد ځواکونو د حما په ښار کې ۳۳ انسانان وژلي دي.