1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه په میلیونو ډالر پوروړي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۱۸, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د سرمنشي اداري مرستیال یوکیو تکاسا، ویلي دي چې د دغه سازمان بودجه له کسر سره مخامخ ده چې له کبله یې یو شمیر هغو هیوادونو ته پېسې نه دي رسیدلي چې د ملگرو ملتونو سوله ساتو ماموریتونو ته یې سرتیري ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/19xGo
انځور: Getty Images

تاکاسو د چهارشنبې په ورځ وویل چې ملگري ملتونه اوس له هغو هیوادونو څخه چې د دې سازمان سوله ساتو ماموریتونو ته سرتیري استوي ۷۹۵ میلیونه ډالر پوروړي دي. هغه ټینگار وکړ چې دغه هیوادونه هم اوس پیسو ته اړتیا لري چې د خپلو سرتیرو له پاره وسلې او نور تجهیزات راونیسي.

د ملگرو ملتونو د سرمنشي اداري مرستیال یوکیو تاکاسو
د ملگرو ملتونو د سرمنشي اداري مرستیال یوکیو تاکاسوانځور: AP

د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو له پاره ډیر وخت مخ په ودي هیوادونه سرتیري ورکوي. هندوستان، ایتوپیا، بنگلدیش، پاکستان، راوندا او نایجریا د نورو هیوادونو په پرتله په ملگرملتونو کې ډیر سرتیري لري او له همدې کبله یې هم اوس تر بل هر هیواد ملگري ملتونه ډیر پوړوري دي.

تاکاسو وویل چې اوس د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو په برخه کې د ۳.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د بودجې کسر موجود دی. هغه روښانه کړه چې د بودجې کسر له دې کبله رامنځ ته شوی دی چې د ملگرو ملتونو یو شمیر غړو هیوادونو له دې سازمان سره خپلې مالي ژمنې لا تر اوسه پورې نه دي پوره کړي.

تر اوسه پورې د ملگرو ملتونو یوازې ۳۳ غړو هیوادونو د دغه سازمان د سوله ساتو ماموریتونو په برخه کې خپلې مالي ژمنې پوره کړې دي. تاکاسو وویل: «دغه وضعیت د اندیښنې وړ ښکاري، خو نه دي.» دغه چارواکي روښانه کړه چې په وروستیو وختونو کې د بودجې په اصولو کې ځینې بدلونونه د دې لامل شوي دي چې ملگرو ملتونو ته د یو شمیر هیوادونو مرستې وځنډیږي.

د ملگرو ملتونو د عمومی منشي مرستیال وویل چې سازمان یې هڅه کوي چې د سوله ساتو ماموریتونو په برخه کې خپل پورونه د روان کال تر پایه پورې ۴۲۳ میلیونو ډالرو ته راکښته کړي. هغه روښانه کړه: «د کال تر پایه پورې به موږ جدي هڅې وکړو چې د دير شمیر هیوادونو پورونه ورکړو.»

تاکاسو وویل چې د ملگرو ملتونو د عمومي بودجې وضعیت په ټولیز ډول ښه دی او زیاته یې کړه چې تر اوسه پورې ۱۳۴ هیوادونو د ملگرو ملتونو له عادي بودجې سره خپلې مالي ژمنې پوره کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس د کال تر پایه پورې له درو میاشتو کم وخت پاتې دی او غړو هیوادونو لا تر اوسه پورې هم د ملگرو ملتونو له عادي بودجې سره د ۹۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت ژمنې نه دي پوره کړې.

یوکیو تکاسا روښانه کړه چې امریکا متحده ایالات د ملگرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکي هیواد دي چې په وروستیو وختونو کې یې له دغو ماموریتونو سره ۱.۵ میلیارده ډالر مرستې کړې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب