1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: افغانستان باید ځان تر دې ښه ثابت کړي

۱۳۹۴ دی ۱, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا ته وویل چې افغانستان باید په ۲۰۱۶م کال کې دا خبره ثابته کړي چې د نړۍوالو مرستو ارزښت لري.

https://p.dw.com/p/1HRWj
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې نیکولوس هایسون، د دغه هیواد په اړه د خبرو پر مهال وویل: «په ۲۰۱۶م کال کې دا مهمه ده چې د ملي یووالي حکومت مخ پر ډیریدونکې توګه خپل اغېزمنتوب ښکاره کاندي. حکومت باید نه یوازي خپل ځان افغانانو ته په اثبات ورسوي، بلکي باید نړۍوالي ټولني ته هم خپل ځان ثابت کړي، ځکه تر ډیره حده پوري د هغو په مرستو پورې تړلی دی.»

هایسون وویل چې په ۲۰۱۶م کال کې مرستندویه هیوادونه په دې اړه چې له کابل سره به کومه اندازه او څه ډول مرستي وکړې «سخت انتخابونه» په مخ کې لري. هغه وویل چې دغه انتخابونه ځکه سختیږي چې په نړۍواله کچه مرستو ته اړتیا ډیره شوې ده.

دې چارواکي زیاته کړه: «افغانستان باید په ځانګړې توګه وښیي چې له فساد سره مبارزې ته ژمن دی، لازم ریفورمونه راولي او د راتلونکې له پاره هیله رامنځ ته کوي چې له کبله به یې له دې هیواد څخه د مهاجرت کچه راولویږي.»

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همداراز د سولي د راتلو پر ضرورت هم ټینګار وکړ او ویې ویل: «افغانستان باید د سولې پر لور یوه سیاسي لار هم ومومي.»

پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه وغځول شول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ هغه اعلامیه وغځوله چې د طالبانو پر ضد بندیزونه وضع کوي. دغه اعلامیه له ۱۹۹۹م کال راهیسې هر کال غځول کیږي.

هایسون پر طالبانو باندي غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولي په خبرو اترو کې برخه واخلي. افغان حکومت له کلونو راهیسې هڅه کوی چې له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي خو طالبان تل وایي تر هغه وخته پورې چې ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه وتلي نه وي او نور شرطونه یې نه وي منل شوي، د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي.

هایسون وویل چې له پوځي اړخه افغان امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګر کې له ځانه وړتیا ښوولې ده خو هغه د کندز او د افغانستان په نورو سیمو کې پیښو ته هم اشاره وکړه چې پکښې افغان ځواکونه د طالبانو او نورو ډلو له خوا پر شا شوي دي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل، هم د خپل هیواد پر وړاندي د داعش د مخ پر ډیریدونکي ګواښ په اړه خبري وکړې او ویې ویل: «د افغانستان په ختیځو او نورو برخو کې د داعش ګړندۍ وده باید زموږ د ټولو له پاره د اندیښنې وړ وي.»