1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: تر ۲۰۰ میلیونه ډیري ښځي سنت شوي دي

۱۳۹۴ بهمن ۱۶, جمعه

ملګرو ملتونو ویلی دي چې په دیرشو هیوادونو کې تر ۲۰۰ میلیونه ډېري نجوني سنت شوي دي. ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دې کار پر ضد کار وکړي.

https://p.dw.com/p/1HqRG
Genitalverstümmelung Messer
انځور: picture-alliance/dpa/Unicef/Holt

په ټوله نړۍ کې د تیر کال په پرتله د سنت شوو ښځو شمېر۷۰ میلیونه لوړ شوی دی. د شمیر د لوړیدو لامل د اندونیزیا حکومت له خوا د نویو شمیرو خپریدل او په دغه هیواد کې د نفوس ډیریدل دي. د ښځو د سنتۍ ډېر ي پيښي په درو هیوادونو – مصر، اندونیزیا او ایتوپیا کې رامنځ ته شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یا یونسف مرستیالې ګیتا راو ګوپتا، د ښځو د سنتېدو په اړه یوه رپوټ سره مل بیانيه کې ویلي دي: «د ښځو سنتي په بېلابېلو سیمو او فرهنګونو کې جلا جلا ډول شتون لري چې ځینې ډولونه یې د ښخو له پاره ډیر جدي روغتیایي ګواښونه هم رامنځ ته کوي. خو په هر حال، د ښځو سنتي د هغوی حقوق تر پښو لاندې کوي.»

ملګري ملتونه هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د ښځو د سنتۍ پیښې له منځه یوسي. له ۲۰۰۸م کال راهیسې ۱۵۰۰۰ ټولنو اعلان کړی دی چې نور به د ښځو د سنتۍ دود له منځه وړي.

په نړۍ کې ډېري داسي سیمي شته چې د بیلابیلو لاملونو له کبله ښځي سنتوي. ځينې دا کار د واده له پاره د یوه شرط په توګه کوي، خو ځینې نور یې بیا د مذهبي لاملونو له کبله کوي. خو نه په قرآن شریف کې او نه په انجیل کې په دې اړه څه راغلي دي.

په دغو ۳۰ هیوادونو کې ډېري نجوني تر ۱۵ کلنۍ دمخه سنتي شوي دي. د سنت شوو نجنو په ډله کې ۴۴ میلیونه ۱۴ کلني او یا هم تر هغه کم سن لرونکي نجني شاملې دي. په یمن کې ۸۵ سلنه نجوني د زېږېدو په لومړۍ اوونۍ کې سنتیږي.

په افریقا، منځني ختیځ او اسیا کې ډېري داسي ټولني شته چې ښخي سنتوي. د هغو نجونو شمیر چې سنتیږي ښايي د ملګرو ملتونو له خوا د وړاندي شوې شمیرې په پرتله ډیر لوړ وي.