1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د سوريې د جنگي جنايتکارانو نومونه خپروي

dpa,afp,epd۱۳۹۳ اسفند ۲, شنبه

له څلور کلونو راهيسي په سوريه کي جنگ روان دئ. په دغه جنگ کي په زرونو انسانان وژل سوي دي. ملگري ملتونه اوس غواړي چي په دغه هيواد کي د جنگي جنايتکارانو نومونه خپاره کړي.

https://p.dw.com/p/1EfOq
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي د سوريې کمېسيون له خوا په يوه راپور کي راغلي دي، چي تر څلور کلونو څار وروسته اوس د دې وخت دئ چي په سوريه کي د جنگي جنيتکارانو نومونه افشا سي.

په راپور کي ويل سوي دي چي په دې سره کېدای سي د دغه هيواد وگړي له نورو جنايتونو څخه وژغورل سي.

تر اوسه پوري دغه کمېسیون په جنگي جنايتونو د تورونو کسانو څلور ټپ ليستونه برابر کړي دي. پر دې موضوع باندي په امنيت شورا کي د ويټو حق لرونکو هيوادونو ترمنځ مخالفتونه د دې سبب سوي دي چي دغه موضوع دي نړيوالي قضايي محکمې ته وړاندي سي.

دغه پلټونکي کمېسيون په خپل راپور کي په سوريه کي د قتلونو، شکنجو، جنسي تيريو او له کوچنيانو څخه د عسکرو په شان کار اخيستلو په اړه اسناد راټول کړي دي. کيدای سي چي دغه نومونه په مارچ مياشت کي خپاره سي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سوريې څېړنکي کمېسيون مشر پاول سرجيو پينهيرو امنيت شورا ته ويلي دي: «د سوريې اوسېدونکي بايد نور له تاوتريخوالي وژغول سي.»

پينهيرو په سوريه کي له ملکي خلکو سره په زورزياتي کي تروريستي ډله «اسلامي دولت»، «النصره» او نوري ترهگري ډلي تورنوي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي د سوريې د حکومتي ځواکونو له خوا هم سخت زورزياتی سوی دئ. راپور زياتوي چي د عملياتو ډېری قربانيان ملکي وگړي دي. پر دې سربيره د سوريې حکومت په خپلسرو نيونو او شکنجو تورن سوی دئ.

دا د دغه څېړونکي کمېسيون نهم راپور دي. د دغه کمېسیون دنده په سوريه کي د بشري حقونو د پايمالولو او جنگي جنايتونو په اړه اسناد راټول او د يوه راپور په بڼه وړاندي کړي. د سوريې حکومت تر اوسه پوري دغه کمېسيون ته خپل هيواد ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.

دغه راپور له ۳۵ زرو کسانو سره د مصاحبو له مخي جوړ سوی دئ.