1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د سوريې يو ميليون وګړي کلابند دي

۱۳۹۵ آذر ۲, سه‌شنبه

په سوريه کې د روانې جګړې له کبله په شپږو مياشتو کې د کلابندو انسانانو شمير دوه چنده شوې دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي د حکومت د «وحشيانه تکتيک» څخه خبره وکړه.

https://p.dw.com/p/2T2qj
Syrien Krieg - Luftangriffe in Aleppo
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/J. al Rifai

د ملګرو ملتونو د بشري مرستې همغږي کوونکي شتیفان اوبراين، په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې دمګړۍ ۹۷۴،۰۸۰ انسانان په کلابند شويو ښارونو او کليو کې ژوند کوي.

ده وويل چې شپږ میاشتې مخکې دا شمير ۴۸۶،۷۰۰ وو او کابو يو کال تر مخه ۳۹۳،۷۰۰ انسانان کلابند ول. د نوموړي په وينا په دې وروستیو کې د هغو سيمو شمير زيات شوې چې وګړي یې خوراکي او مرستندويه توکو ته لاس رسۍ نه لري.

اوبراين وويل د دې سيمو اوسيدونکي «منزوي شوي، وږي او تږي ساتل کيږي، له بمباريو سره مخ دي او له روغتيايي او بشري مرستو بې برخې دي» څو تیښتې او يا تابع کيدو ته غاړه کیږدي.

د ملګرو ملتونو دغه همغږي کوونکي په دمشق کې حکومت ته په اشارې سره وويل چې دا تکتيک متسفانه په جګړه کې د ښکيل هغه اړخ له خوا کارول کيږي چې لومړۍ دنده یې د وګړو ساتنه ده، حتې د هغو وګړو هم چې له مشرتابه سره مخالفت لري.

نوموړي يو وار بيا په جګړه کې پر ښکيلو اړخونو د کلابندۍ ماتولو غږ وکړ. اوبراين پر دې هم خواشيني څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا «ښايي يا خو وړتيا او يا هم اراده نه لري» څو دې وضعې ته بدلون ورکړي.

ناوړه بشري وضعيت

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تل په سوريه کې د بشري وضعيت موضوع راپورته کړې. په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفير فرانکو ديلات، په سوريه کې وضعه «ناوړه او ډاروونکي» وبلله. نوموړي د دې پړه د سوریې پر رژيم واچوله.

Syrien Douma Kind in belagerter Stadt
انځور: Reuters/B. Khabieh

په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالاتو سفيرې سيمنتا پاور، د يو شمير هغو سوريايي جنرالانو او افسرانو نومونه ياد کړل چې پر ملکي وګړو ترسره شويو بريدونو کې لاس لري. دې وويل دغه کسان به يوه ورځ ځواب ويلو ته اړ ايستل شي. د برېتانيا سفير ماتيو ريکروفت، د روسیې او سوريې هوايي بريدونه «وحشيانه عمل» وباله.

د آلمان حکومت هم همدا راز وويل چې په حلب کې د ملکي وګړو د «نه زغمل کيدونکې» وضعې مسئوليت روسيه هم لري. په برلين کې د حکومت وياند شتفان سايبرت، وويل چې د سوریې په جګړه کې د رژيم په پلوۍ د مداخلې له کبله روسيه هم د تازه ناوړه وضعې په مسئوليت کې شريکه ده.

د حلب ستر عمليات

د سوريې حکومت تيره اوونۍ د حلب په ختيځه برخه کې ستر عمليات پیل کړل. د يکشنبې په ورځ حکومتي ځواکونه د روسیې، ايران او لبنان د حزب الله مليشو په مرسته وتوانيدل د ښار «مساکن هنانو» سيمه ونيسي او د دوشنبې په ورځ خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ پر اساس د ياغيانو په سيمو کې ټوله ورځ د چاودنو او درنې جګړې غږونه اوريدل کيدل. 

نور مطالب: