1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: د سوريې په زندانونو کي ډله ايزي وژني سوي

۱۳۹۴ بهمن ۲۰, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د پوښتنو گروېږنو کمېسيون وايي چي سوريې د زندانيانو په وژلو او شکنجه کولو سره بشر ضد جنايتونه کړي. د دوی دغه راپور د تيرو څلورو کلونو د معلوماتو او ژوندي پاته سوو عينی شاهدانو د څرگندونو پر اساس جوړ سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1Hro3
انځور: picture alliance / dpa

د ملگرو ملتونو د پوښتنو گروېږنو کمېسيون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروري ۸مه) د يوه راپور په خپرولو سره د بشار اسد رژيم د زندانانو په ډله ايزه وژنه او بشر ضد جنايتونو تورن کړی دئ.

دغه کمېسيون له امنيت شورا څخه غوښتي دي چي د سوريې پر هغو پوځي او غير پوځي چارواکو چي د انسانانو په شکنجو، وژنو او تښتونو کي لاس لري «هدفي بنديزونه» تصويب کړي.

په دغه راپور کي د ۲۰۱۱م کال له مارچ مياشتي راهيسي چي په سوريه کي د خلکو اعتراضونه پيل سول بيا د ۲۰۱۵م کال تر نوامبر مياشتي پوري پيښي رانغښتل سوي دي. راپور د مستندو اسنادو او هغو ۶۲۱ کسانو سره د خبرو پر بنسټ جوړ سوی دئ چي له زندانونو ژوندي وتلي دي. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په تيرو څلور نيمو کلونو کي د سوريې په زندانونو کي په زرونو بنديان وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو د پوښتنو گروېږنو کمېسيون د راپور له مخي ډېر بنديانو په هغو زندانونو کي وژل سوي دي چي د سوريې د حکومت په لاس کي دي. پر دې سربيره په دغه راپور کي راغلي دي چي تروريستي ډلو «اسلامي دولت» (داعش) او النصره جبهې هم بنديان شکنجه کړي او اعدام کړي دي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د ملگرو ملتونو دغه راپور په داسي حال کي خپريږي چي د سوريې حکومتي ځواک د روسيې په هوايي ملاتړ د مخالفانو په سیمو کي د پرمختگ په حال کي دئ.

په سوريه کي په زرونو بنديان

د ملگرو ملتونو د پوښتنو گروېږنو کمېسيون سرپرست پايولو پينيرو، له خبريالانو سره په خبرو کي وويل چي د ملگرو ملتونو پلټونکو ته په تيرو پنځو کلونو کي هيڅ وخت اجازه ور نه کړه سوه چي د هغو زندانونو او تاسيساتو ليدنه وکړي چي په راپور کي راغلي دي.

د پينيرو په خبره د زندانونو او پوځي روغتونونو چارواکي، پوليس او حکومت په زندانونو کي د بنديانو له وژنو خبر دي، ځکه نو د سوريې د تحقيق کمېسيون «منطفي دلايل» لري چي د بشر ضد جنيايتونه سوي دي.

د کمېسيون د ارزونو له مخي په سوريه کي په زرونو انسانان بنديان دي. د خپاره سوي راپور له مخي هغه کسان چي له زندانونو په وتلو توانېدلي دي د زندانونو يو ډېر وحشتناکه تصوير ورکړی دئ.