1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د سوريې کوچنيان روحي مرستو ته اړتيا لري

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

په سوريه کي د کورنۍ جگړې تر پيليدو درې کاله وروسته يونيسف د خطر زنگ ږغولی دی. د کوچنيانو صندوق ويلي دي چي په دغه هيواد کي نزدې يونیم ميليون ماشومان رواني مرستو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/1BN91
انځور: picture-alliance/dpa

په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د کوچنيانو د صندوق مسئول انتوني ليک، ويلي دي «د سوريايي کوچنيانو له پاره تير درې کاله د دوی د ژوند تر ټولو اوږده کلونه ول.» د هغه په خبره ډيره کوچنيان بې له جنگه بل څه نه پيژنې. ځکه نو اوس روحي ناروغۍ ور پيدا سوي دي.

ليک، ويلي دي چي تر يو ميليون زيات کوچنيان له پالني څخه يا پاته دي يا لاس رسی ورته ډېر مشکل دی. نزدې درې ميليونه هغه کوچنيان چي بايد ښوونځي ته ولاړ سي د جنگ په خاطر ښوونځيو ته نسي تلای.

په سوريه کي د کوچنيانو د وضعيت په اړه د ملگرو ملتونو تازه رپوټ په دغه جنگ ځپلي هيواد کي د سوونو زرو کوچنيانو سخت ټپي حالت ښيي. له دغو کوچنيانو څخه يو هم څلور کلن عدنان، دی چي په يوه بمبار کي پر مخ باندي ټپي سوی دی.

د عدنان کورنۍ له هغه سره لبنان ته تښتېدلې ده خو دی تر اوسه هم له خپل هغه حالت څخه رنځ وړي چي په سوريه کي ورباندي تير سوی دی. په راپور کي د عدنان د مور په حواله راغلي دي «هغه [عدنان] هره شپه ژاړي.» هغې زياته کړې ده: «هغه له ټولو شيانو څخه بيريږي. که چيري موږ هغه يوه ثانيه هم يوازي پريږدو بيريږي.»

په شپږو ټکو کي جوړ سوی پلان

د هغو کوچنيانو وضعيت چي د گاونډيو هيوادونو د مهاجرينو په کمپونو کي ژوند کوي هم ښه نه دی. هر لسم کوچنی بايد کار وکړي، او هره پنځمه سوريايي نجلۍ په اردن کي اجباري واده ته مجبوره سوې ده.

د يونيسف له پاره ټول هغه هلکان او نجوني چي عمرونه يې تر ۱۸ کلنۍ کښته وي کوچنيان دي.

نارضايتويو ته په کتو سره مرستندويانو يو شپږ نقطه يي پلان جوړ کړی دی. زورزياتی بايد بند سي او نړيوالو مرستندويانو ته بايد اجازه ورکړل سي چي اړو خلکو ته مرستي ورسولای سي. پر دې سربيره بايد د کوچنيانو د ښووني او روزني په برخه کي پانگونه وسي. مرستندويه موسسو د هغو کوچنيانو د درملني د ملاتړ غوښتنه کړې ده چي په روحي ناروغيو اخته سوي دي.

د يونيسف اداري مشر انتوني، ويلي دي «دغه جنگ بايد پای ته ورسيږي، څو کوچنيان بيرته خپلو کورونو ته راوگرځي او خپل ژوند ته عادي بڼه ورکړي.» هغه زياته کړه «د سوريايي کوچنيانو له پاره بايد دغه د جنگ وروستي درې کلونه وي.»