1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د سوریې په هکله ځانگړې غونډه کوي

۱۳۹۱ خرداد ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/156DZ

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شوری تر هغې وروسته چې د سوریې رژیم په حوله ښار کې د ډله ییزو وژنو تور د دولت ضد پر ترهگرو پورې کړ، د سوریې د وضیعت په اړه نن یوه ځانگړې غونډه کوي. د سوریې رژیم د خپلو لومړنیو څیړنیو وروسته په حوله کې د ۱۰۸ کسانو په وژنه کې لاس لرل رد کړل.

د دمشق چارواکو ادعا کړې ده چې دغه برید شاوخوا د ۸۰۰ یاغیانو له خوا تر سره شوی دئ تر څو په سوریه کې روانې شخړې ته ادامه ورکړي. په ملگرو ملتونو کې د واشنگټن سفیرې سوزان رایس د پنجشنبې په ورځ د سوریې د رژیم دغه ادعا «څرگنده درواغ» بللي دي. ملگرو ملتونو لا تر مخه ویلي دي چې د سوریې پوځ او د اسد وسله وال پلویان د دغه ډله ییزي وژنې له پاره گرم دي.