1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د ملکي افغانانو تلفات ۱۴ سلنه ډېر سوي دي

حسين سيرت۱۳۹۲ بهمن ۱۹, شنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو نمايندګي يا يوناما تازه راپور ښيي چي په دغه هيواد کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي د هغه د تېرکال په پرتله ۱۴ سلنه ډېره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1B5TW
انځور: DW/Hosain Sirat

د راپور پر اساس د دغو قربانيانو ډېره برخه د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کي رامنځ ته سوې ده. په دغه راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۱۳ مېلادي کال کي په ټوله ييزه توګه ۸۶۱۵ تنه ملکي وګړي وژل سوي او ټپيان سوي دي.

له دې جملې څخه ۲۹۵۹ تنه وژل سوي او ۵۶۵۶ تنه ټپيان سوي دي. د راپور له مخي د وژل سوو کسانو نيمايي يې ښځي او کوچنيان دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبيش، د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبروري ۸) په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «زه ډېر غمجن يم، دا ډېر بد خبر دی. دا چي حالت تر تېرکال اوس خراب دي دا ډېر بد خبر دی.»

په راپور کي راغلي دي چي د دغو قربانيو پړه په سلو کي ۷۴ سلنه د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو، ۸ سلنه د دولتي او ۳ سلنه د بهرنيو ځواکونو پر غاړه ده. د ۱۰ سلنه توپير نه کېدی چي د کوم اړ له خوا به وي او پنځه سلنه نا معلومه ده.

د ډېرو تلفاتو عامل طالبان دي

په افغانستان کي د يوناما دفتر د تازه راپور له مخي په ۲۰۱۳ کال کي د ملکي تلفاتو ډېره برخه يعنی ۱۲۳۶ تنه په ځانمرګو بريدونو کي وژل سوي او ټپيان سوي دي. د راپور پر اساس دغه راز ۱۰۷۸ تنه بيا د وسله والو مخالفانو له خوا په هدفمنده توګه وژل سوي دي.

کوبيش وويل دا چي د ډيرو ملکي وګړو د وژلو عامل طالبان دي، خو نوري وسله والي ډلي هم سته چي په دغو قتلونو کي لاس لري: «د ملکي وګړو ډېره برخه په هغو يرغلونو او چاودنو کي وژل سوې ده چي د وسله والو مخالفانو له خوا د حکومت پرضد کيږي. دا خبره هم روښانه ده چي د دغو قتلونو مسووليت يوازي د طالبانو پر غاړه نه دی، څو نورو ډلي هم سته چي موږ هغوی ته د دولت مخالفان وايو.»

يوناما وايي، که څه هم چي په ۲۰۱۳ کال کي طالبان د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنيوي غوښتنه کړې وه خو په عمل کي د دغي ډلي له خوا د ملګي وګړو وژنه روانه ده.

د ملګرو ملتونو اصلي اندېښنه دا ده چي د امنيتي مسووليتونو له انتقال سره سم د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره سوې ده
د ملګرو ملتونو اصلي اندېښنه دا ده چي د امنيتي مسووليتونو له انتقال سره سم د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره سوې دهانځور: picture-alliance/dpa

د دغه راپور پر اساس ۵۵ تنه د هغو کسانو له خوا وژل سوي دي چي د دولت ملاتړ کوي. يوناما ټينګار کوي چي خپلسره وسله والي ډلي بايد بې وسلې سي.

ملګرو ملتونو له دولتي ځواکونو څخه وغوښتل چي د ملکي وګړو د ساتني په برخه کي نړيوالو کنوانسيونونو ته ژمن پاته سي، او د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو د مرک ژوبلي مخنيوی وکړي.

د يوناما د بشري حقونو برخي رييس جورجت ګنيان، وويل د هر ملکي وګړي وژنه يوې کورنۍ ته ضربه ورکوي: «موږ غواړو د غه يو ټکی روښانه کړو، لکه په راپور کي چي روښانه سوی دی، د يوه نارينه، ښځي او يا يوه کوچني په وژلو سره د يوې کورنۍ ژوند صدمه ويني. د يوه کس په وژني سره کورنۍ او ټولنه متاسره کيږي.»

د ملګرو ملتونو اصلي اندېښنه دا ده چي د امنيتي مسووليتونو له انتقال سره سم د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره سوې ده. د دوی په خبره دواړي غاړي بايد د ملکي وګړو ژوند وساتي.

په دغه راپور کي له طالبانو څخه غوښتنه سوې ده چي پر ملکي هدفونو، هوټلونو، حکومتي ادارو، قضيايي ادارو او نور هغو ځايونو کي چي پکښي ملکي وګړي وژل کيږي ورباندي له يرغلونو څخه ډډه وکړي.