1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د وسلو په سوداگرۍ کي محدوديتونه غواړي

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله/ بيرکين شتوک)۱۳۹۱ دی ۶, چهارشنبه

ملگري ملتونه غواړي چي د وسلو په نړيواله سوداگري کي نوي قواعد رامنځته کړي. د روان ميلادي کال په دوبي کي په دې اړه غونډي بې نتيجې پای ته رسېدلي وې.

https://p.dw.com/p/17949
انځور: picture-alliance/dpa

د ۲۰۱۲کال په دوبي کي هغه مشورتي خبري ناکامي سوې، چي پکښې د وسلو د نړيوال تجارت له پاره د نوو قواعدو پر رامنځته کېدو بحثونه وسول. د دغو خبرو اترو د ناکامېدو يوه وجه د امريکا متحده ايالتونو د وسلو خرڅوونکو ټولني يا لابي فشار وو.

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبله پر دې سره سلا سوې ده چي د ۲۰۱۳کال د مارچ د مياشتي د ۱۸ او ۲۸ تر منځ به مشورتي غوندي جوړي کړي. ملگري ملتونه غواړي چي په دغو غونډو کي پر دې باندي بحث وسي چي د وسلو د نړيوال تجارت له پاره کوم نوي قواعد بايد وټاکل سي.

د جولای په مياشته کي هم ورته مشورتي غونډي سوي وې خو د امريکا متحده ايالتونو، روسيې او چين د زيات وخت غوښتنه کړې وه. دغو هيوادونو ويلي ول، چي په دې اړه د نړيوال تړون د مسودې د ارزونې له پاره زيات وخت ته اړتيا لري.

په ملگرو ملتونو کي د ارجنتاين، آسټراليا، کوستاريکا، فينلند، جاپان، کينيا او بريتانيا هيوادونو وړانديز کړی وو، چي د وسلو د سوداگرۍ په اړه دي نوی نړيوال تړون رامنځته سي. دغو هيوادونو د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر ټولو غړو ږغ کړی دی چي په مارچ مياشت کي د دغه تړون د رامنځته کېدو له پاره پوره هڅې وکړي.

د امريکا د وسلو لابي ډېر اغېز لري

د ملگرو ملتونو استازو د متحده ايالتونو له ولسمشر باراک اوباما سره تر خبرو اترو وروسته پر هغه تور لگولی وو، چي د ولسمشرۍ د ټاکنو په خاطر يې په قصدي توگه د تړون د رامنځته کېدو مخه نيولې وه.

د امريکا د متحده ايالتونو د وسلو جوړونکو لابي اېن آر اې د ملگرو ملتونو له نوي نړيوال تړون سره سخت مخالف دي. که څه هم دا ډول تړون به يوازي د وسلو پر صادراتو اغېز ولري، خو بيا هم د متحده ايالتونو د سنا ۵۱ غړو ولسمشر اوباما ته يو ليک لېږلی وو. په دغه ليک کي ويل سوي ول، چي د هر هغه تړون مخالفت به وکړي، چي د امريکا د اساسي قانون له مخي د وسلو ساتلو په حق کي محدوديتونه رامنځته کوي.

Infografik die zehn weltgrößten Waffenexporteure und Importeure

روښانه قواعد

د وسلو په هکله د نړيوال تړون مقصد په نړيواله توگه د عامو تعامولي وسلو د تجارت له پاره روښانه قواعد رامنځ ته کړي. په دغو وسلو کي د بېلگې په توگه جنگي بېړۍ، ټانکونه او اوتومات وسلې راځي. د متحده ايالتونو حکومت ويلي دي چي د غېر قانوني وسلو د تجارت پر وړاندي به مبارزه کوي خو پر دې به يې هم پام وي چي د وسلو په قانوني تجارت کي محدوديتونه رامنځته نه سي.

د متحده ايالتونو په وينا د وسله درلودلو په حق کي به هيڅ بدلون نه راوستل سي. دا په داسي حال کي ده چي د امریکا په کېنېټيکېټ ايالت کي په ښوونځي کي د ډزو او مرگ ژوبلي پيښي په دغه هيواد کي د وسلو ساتلو پر قانون بيا بحثونه راپورته کړي دي.

کلېساوي د آلماني وسلو پر سوداگرۍ نيوکه کوي

په آلمان کي هم د وسلو د سوداگرۍ موضوع څه وخت تر مخه خورا توده وه. د آلمان حکومت پخپل کلني راپور کي ويلي ول، چي د تېر کال په پرتله د آلماني وسلو په صادراتو کي کمښت راغلی دی، خو د وسلو د صادرولو د لايسنسونو شمېر زیات سوی دی.

د آلمان د کاتوليک مسيحي مشرانو تر څنگ د پروتستانتو مذهبي مشرانو هم د آلمان له خوا د وسلو پر صادرولو خواشيني ښودلې وه. په آلمان کي د پروتستانت کليسا مشر بېرنهارډ فېلمبېرگ ويلي ول چي دا يوه خطرناکه خبره ده. په زياته بيا د آلماني وسلو پر هغو صادراتو نيوکي سوي دي، چي له کړکېچ سره مخامخ سيمو ته لېږل کيږي.