1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مجارستان د مهاجرو پر ضد له حده زیاتې قوې څخه کار اخلي»

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ خرداد ۱۶, یکشنبه

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې له سلو څخه زیاتې داسې پيښې ثبت کړي دي چې هنګري يا مجارستان دغه هیواد ته د مهاجرو د دننه کیدو پر وخت د مهاجرو پر وړاندې له « حده زیاتې قوې» څخه کار اخلي.

https://p.dw.com/p/1J0mK
Ungarn Flüchtlinge an der Grenze zu Serbien
انځور: picture alliance/dpa/S. Ujvari

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۵مه نېټه) د صربستان سرحد ته نژدي، د مجارستان په تیسزای سیند کې د یوه ۲۲ کلن سوریایي مهاجر د غرقېدو د علت په باب د چټکو پلټنو د ترسره کیدو غوښتونکې شوه.

په مرکزي اروپا کې د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري استازي، مونتسرات فیګاس ویهي وویل:« کوم شرایط چې د دغه غمجن مرګ لامل شوي دي، باید د پولې دواړو غاړو چارواکو لخوا تر چټکو او هر اړخیزو تحقیقاتو لاندې ونیول شي.»

د ملګرو ملتونو استاځي زیاته کړې ده:« یو ځوان سړی پر ځای د دې چې په اروپا کې ځان ته د اوسیدو یو امن ځای پیدا کړې، په غمجنه توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

په ملګرو ملتونو کې د (UNHCR) ویاند بابر بلوچ وویل چې مجارستان یا هنګري، دغه هیواد ته د مهاجرو د دننه کیدو پر وخت د مهاجرو پر وړاندې « له حده زیاتې قوېې څخه کار اخیستنه» کوي او دوی په دې باب د می میاشتې راپدیخوا لږ تر لږه سل پيښې مستند کړي دي.

تیر کال، کله چې له منځني ختیځ، افریقايي او آسیایي هیوادونو څخه په سلونو زره مهاجر د مجارستان له خاورې د اروپا پرمختللو هیوادنو ته راواوښتل، پلازمینې بوداپست اعلان وکړ چې نور به دوی له خپلې خاورې د مهاجرو د تیریدو د مخنیوي په موخه تدابیر تر لاس لاندې ونیسي.

د مجارستان د بهرنیو چارو وزیر په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ، چې دوی د مهاجرو د دننه کیدو د مخنیوي په موخه، صربستان او رومانیا سره د ګډو پولو په اوږدو کې ځینو سیمو کې اغزن سیم لګوي.

دغه تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې مجارستان د مهاجرو د سیلونو په غبرګون کې اضطراري حالت اعلان کړ.

په ۲۰۱۵م کال کې له یو میلیون څخه زیات مهاجر د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو ته رادننه شول، چې د هغو د منلو او هستوګنځایونو برابرولو موضوع ګانو، سیاسي بحثونه راپارولي دي.